د انتخاباتي مرکز لس تنه کارکونکي تښتول سوي
۱۳۸۹ شهریور ۴, پنجشنبههغې ويلي دي چي: « لس تنه د ټاکنيزه مبارزې کارکونکي يي د چهارشنبي په ورځ ادرسکن ولسوالۍ ته تللي وه د فرسي او ادرسکن په لاره نادرکه او د تيرماښام ۶بجوراهيسي يې ټليفوني اړيکي ورسره قطعه سوي دي»
په غرب زون کي د پوليسو قوماندان جنرال اکرام الدين ياور د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته يوازي د سړيو د نادرکۍ خبر تائيدکړ.
د هغه په خبره دوئ د خپل سفر په اړه پوليس په جريان کي نه وه اچولي او د امنيتي کسانو پرته سيمي ته تللی دي.
د قوماندان په خبره چي خبر يې تيره شپه پر يوه بجه ده رسېدلی دي چي هغوئ لادرکه سوي دي.
«تر هغه وروسته پوليسو ته دنده سپارل سوې ده چي د ژغورني عمليات يې پيل کړي»
بله خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه ټليفوني پيام کي رسنيو ته د پيښي مسئوليت په غاړه اخستی او ويلي يې دي چي ۵ تنه يې د دوو عرادو لنډ کروزر موټرو سره يو ځای برمته کړي دي.
فوزيه ګيلاني چي د پارلمان په مخکنيو ټاکنو کي هم بريالی سوې او په ولسي جرگه کي استازې وه دا ځل يې با خپل ځان او مېړه فيض محمد نورزي ځانونه کاندید کړي دي.
تر دې پيښي د مخه هم د هرات په گلران ولسوالۍ کي هم يوکانديد د خپلو دوو سړيوسره نا معلومو کسانو تښتولی و او څو واري د نورو نوماندو پر ټاکنيزو مرکزونو بمي بريدونه سوي ول.
فرسي ولسوالي د هرات ختيځ ۲۳۰ کيلومترۍ کي پرته ولوسالي ده چي د غور او فراه سره گډه پوله لري.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل