1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د انتخاباتو حق د اعتراف او د هغه تر تطبيقه پورې واټن

۱۳۸۸ تیر ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان ټول وګړی د تذکرو خاوندان نه دی او د عمر له دقيق پيژندلو پرته د ټولټاکنو کارتونه ويشل کيږی ...

https://p.dw.com/p/Iino
انځور: DW

په افغانستان کې ښځې د ټولټاکنو په کارتونو کې انځور يا عکس نه لری او کارتونه يي هم کيدای شی د کورنۍ د بل کوم غړي لخوا صندوق ته واچول شی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو سيالۍ پيل شويدی، لاهم پراخه ستونزې شته. هم د افغانستان اساسی قانون او هم د بشری حقونو نړيواله اعلاميه د ولسمشر ټاکنه د افغانستان د خلکو حق ګڼی. طبعاً د حق د اعتراف او د هغه تر تطبيقه پورې واټن شته دی.

د افغانستان په هيواد کې چې د پوهې او زده کړې کچه لا ټيټه ده، څرنګه خلک خپل دغه حق ته متوجه شی؟ د افغانستان په شرايطو کې چې امنيت په پوره توګه نشته او ښځو او ميرمنو ته په ټولټاکنو کې د ګډون شرايط لا سخت دی، او ښځې چې د افغانستان په حالاتو کې د ټولنې تر نيمايي زياته برخه جوړوی او په دې ډول يی په ټولټاکنو کې ونډه اخيستل هم د اهميت وړ دی، څه ډول چلند کيږی؟ او په تيرو ټولټاکنو کې دغې ستونزو ته څه ډول پام شوی دی.مخکې له دې چې د سږ کال په ټولټاکنو وغږيږو وګورو چې تيرې ټولټاکنې چې په افغانستان کې لومړنۍ ديموکراتيکې ټولټاکنې ګڼل کيږی، څه ډول وې؟ د ولسمشرۍ تيرې ټولټاکنې په 2004 زيږديز کال کې وشوې چې د هغو په بنسټ حامد کرزي له 22 سيالانو څخه زياتې رايې ترلاسه کړې.

دا د افغانستان لومړنۍ ديموکراتيکې ټولټاکنې وې. خو د ځينو لخوا دا هم ويل کيدل چې په دغو ټولټاکنو کې درغلۍ شوې وې.

د ملګرو ملتونو د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له څيړنې نه وروسته دا جوته شوه چې د 8.1 مليون رأيو نه 4.3 مليونه رأيې سمې دی. او په دغو رأيو کې کرزي په سلو کې 55.4 رأيې ګټلې وې.د افغانستان د آزادو او عادلانه ټولټاکنو له بنسټ څخه جانداد سپين غر د ټيليفون په کرښه په دې باب معلومات راکوی چې ناسمې رأيې هغه رأيې ګڼل شويدی چې زياتې رأيې باطلې يا ضايع شوې ګڼل شوې وې. باطلې رأيې هغه رأيې وې چې د ټولټاکنو کارتونه په سم ډول نه ډک شوی او ضايع شوې رأيې هغه چې د لږو رأيو ګټونکو تر لاسه کړې وې. په باطلو رأيو کې د خلکو د پوهاوې ټيټې کچې رول درلود او په ضايع شويو رأيو کې د کانديدانو د شمير زياتوالی اغيزمن وو.

په ټولټاکنو کې يوه بله ستونزه داده چې د افغانستان ټول وګړی د تذکرو خاوندان نه دی او د عمر له دقيق پيژندلو پرته د ټولټاکنو کارتونه ويشل کيږی او اهم ټکی بيا داچې ښځې په کارتونو کې انځور يا عکس نه لری او کارتونه يي هم کيدای شی د کورنۍ د بل کوم غړي لخوا صندوق ته واچول شی. چې له دې کيدای شی ناوړه ګټه واخيستل شی.

په ټولټاکنو کې په تيره بيا د افغانستان په ټولټاکنو کې د خلکو پوهاوی د زيات اهميت وړ دی، ځکه د افغانستان خلک لا د ټولټاکنو سره پوره پيژندګلوي نه لری او ډير داسې ګڼي چې هرچاته چې نورو رأيه ورکړه زه يې هم ورکوم. په داسې حال کې چې دا د افغانستان د هر وګړي خپل حق دی چې يو نوماند ته د خپل ولسمشر په توګه رأيه ورکړی. او دا هغه وخت امکان پيدا کوی چې خلک له کانديدانو سره پيژندګلوي ولری او د هغه له کړنو سره آشنا وی.

هر وګړی بايد په دې پوه وی چې د ولسمشر ټاکل او هغه ته رأيه ورکول دده حق دی، په دې باب څومره کار شوی او د وګړو د پوهاوی په اړه کومې لارې چارې نيول شويدی. دبشری حقونو له خپلواک کميسيون نه دستګير هدايت له دويچې ويلې سره په يوه مرکه کې وويل:« د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کميسيون له خوا د خلکو د پوهاوی له پاره له بيلابيلو چارو څخه کار اخيستل کيږی. يو خو دا چې خلکو ته د يوه ښه کانديد خصوصيات څرګند شی څو د رأيو په ورکولو کې تيرې تيروتنې تکرار نه کړی او په خوشيو تشو وعدو ونه غوليږی. د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کميسيون په ټول افغانستان کې څوارلس تم ځايونه لری او دغه کميسيون د خلکو د پوهاوی لپاره د رسنيو له لارې او د ورکشاپونو له لارې د دوی د پوهاوي د کچې په لوړولو کې کار کوی. کميسيون خپله راډيويي سټديو لری چې په هغه کې د خلکو د پوهاوی د لوړلو لپاره پوښتنو ته ځوابونه په سی ډي ګانو کې ثبتيږی او د محلی راډيو ګانو لخوا خپريږی.»

سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري