«د امو سیند د نفتي حوزې کار په موقتي توګه درول شوی»
۱۳۹۲ مرداد ۲۸, دوشنبهیوه افغان چارواکي او د دغه پروژې یوه تن کار کوونکي ویلي دي چې دغه پروژه په سیمه کې د نفتو د تصفیې له پاره د ترانزیت قرارداد د نه شتون له امله درول شوې ده. د چین د نفتو ملي شرکت (CNPC)، نړیوال شرکتونو او د «وطن» په نوم د تیلو او ګاز، افغاني شرکت د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د امو سیند له نفتي حوزې څخه د تیلو راایستل پیل کړل.
د تیلو د راایستلو د پروژې یوه تن کارکوونکي د نوم د نه افشا کیدو په شرط د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه حوزه تړل شوې ده او ۱۶ چینیاني کارکوونکي له افغانستان څخه وتلي دي.
په کابل کې د کانونو وزارت د پالیسۍ مدیر جلیل جمراني، ویلي دي چې د کارکوونکو جوابیدل یوازې په بودجه کې د سپما له پاره یو موقتي ګام دی. هغه همداشان ویلي دي چې د نفتو د تصفیې په اړه په ازبکستان کې خبرې اترې ادامه لري. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ د ازبکستان له حکومت سره، د یوه ترانزیتي تفاهمنامې د رامنځ ته کید له پاره انتظار باسو.» د هغه په وینا په راتلونکي اوونۍ کې به په دې اړه یو افغان پلاوی ازبکستان ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین د تیلو ملي شرکت، تیره اوونۍ وویل چې د داسې ستونزو په اړه خبر نه دي چې دغه پروژه اغیزمنه کړي.
دغه ګډه پروژه تیر کال پیل شوه او د افغانستان د نفتو د تولیداتو لومړنۍ نړیواله توافقنامه ده چې څو لسیزي به ادامه ومومي. داسې اټکل کیږي چې دغه پروژه به په راتلونکو دوو لسیزو کې د افغانستان له پاره په میلیاردونو ډالرو عاید ولري.
سخت شرایط
د امو سیند د نفتي حوزې دغه پروژه تیر کال هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شوه کله چې پر چینیايي انجینرانو برید وشو. هغه وخت د افغان چارواکو په وینا دغه کسان عبدالرشید دوستم ته وفاداره کسان وو. تر هغې وروسته چین په دې هکله هوکړه وکړه چې د دغه حوزې د امنیت ساتلو له پاره ۳۰۰ افغان پولیس وروزي.
داسې اټکل کیږي چې د امو سیند نفتي حوزه تر۸۰ میلیونه بیرلو زیات د اومو نفتو زیرمې ولري. افغانستان چې اوبو ته لار نه لري، د سرو زرو، مسو، اوسپنې، د تیلو او همدا شان د لیتیوم بډایې زیرمې لري.
د امو سیند د پروژې د پیل راهیسې، درې نور ستر نړیوال شرکتونه د نفتو د یوې بلې سترې ذخیرې د امتیاز د ترلاسه کولو له پاره هڅې کوي. د افغان ـ تاجېک، په نوم دغه ستره ذخیره چې د نفتو شپږ حوزې په کې شاملې دي، اټکل کیږي چې ۱،۹ میلیاره بیرله زیرمې لري.