1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امن نړيوالې جرگې د افغانستان پر موضوع بحث کړی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان پر اولسمشر حامد کړزي باندې د يکشنبې د ورځې له حملې نه وروسته، د امريکې متحده ايالتونو ورته د هر ډول مرستې ژمنه کړې.

https://p.dw.com/p/DqVq
وروسته له ډزو څخه ځېنې افغان عسکر وتښول
وروسته له ډزو څخه ځېنې افغان عسکر وتښولانځور: AP

د نوموړي هېواد د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن کوندوليزا رايس ويلي دي، حملې وښودله چې افغانستان مصمم دښمنان لري، کوم چې په هغه هېواد کې د دموکراسۍ او پرمختگ په لاره کې خنډ اچوي.

په نيويارک کې د امن نړيوالې جرگې وغوښتل، چې بايد ترهگرانو ته پيسې ورکوونکي او نور مل کسان عدالت ته وسپارل شي. جرگې دا هم زياته کړې، چې هېڅ ډول خونړي کوششونه به افغانستان د دموکراسۍ او صلحې له لارې څخه راونه گرزولی شي.