1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا په کانگو جمهوریت کې د جگړې د ختمولو غوښتنه کړې

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16lBP

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د کانگو په جمهوریت کې په عاجله توگه د جگړې د دریدو غوښتنه کړې ده. پر دې سربیره د امنیت شوری د M23 په نوم د یاغیانو د ډلې پر وړاندې د سختو بندیزونو اعلان هم کړی دی. دغه ډله د کانگو هیواد په ختیځ کې د دولتي ځواکونو سره په سخته جگړه بوخته ده. د امنیت د شوری له خوا زیاته شوې ده چې په دغه سیمه کې د ملکي خلکو د ساتنې له پاره د ملگرو ملتونو ماموریت ته تاوان رسول به هیڅکله و نه زغمل شي.

د پنجشنبې په ورځ د M23 په نوم د ډلې او د کانگو جمهوریت د ځواکونو تر منځ نښتې پیل شوي دي. ویل کیږي چې د M23 په نوم ډله د روانډا له حمایت څخه برخمنه ده. په دغه نښتو کې د ۱۵۱ یاغیانو او دوه دولتي سرتیرو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې دا د جولایي دمیاشتې راپدیخوا د دواړو اړخونه ترمنځ سخته نښته ده چې رامنځ ته شوې.