1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا پر ترکیې د سوریې برید وغانده

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ ناوخته د سوریې په اړه پر یوې اعلامیې باندې موافقه وکړه. په اعلامیې کې د سوریې له خوا د ترکیې پر الچاکاله کلي باندې برید غندل شوی دﺉ.

https://p.dw.com/p/16L1t
via Nina Werkhäuser, DW Hauptstadtstudio
انځور: UN

هغو دیپلوماتانو چې په دغه غونډه کې ئې گډون کړی وو ویلي دي چې د دې اعلامیې پر لومړني متن باندې موافقه شوې ده. لویدیځ هیوادونه د دغې اعلامیې ملاتړ کوي. په اعلامیې کې همداراز د روسیې له خوا د یوه وړاندیز ځیني برخې هم شاملې دي.

تر څو ساعته خبرو اترو وروسته د امنیت د شورا مشر د گواتمالا استازي گیرت روزینتال، د امنیت د شورا پریکړه لیک وړاندې کړ چې په کې پر ترکیې باندې د سوریې د توغنديو برید په سختو ټکو غندل شوی وو.

په اعلامیه کې راغلي دي: «د امنیت شورا غړي په دې خبره پوهیږي چې دغې پېښې د سوریې د کړکیچ تاثیرات د دې هیواد د گاونډیو پر امنیت او ثبات باندې روښانه کړل.» په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې سوریه باید د خپلو گاونډیو ځمکني تمامیت ته درناوی وکړي.

د گډ کار له پاره غږ

دیپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ وختي وویل چې روسیې د اعلامیې پر ځینو برخو باندې نیوکه کړې وه. روسیې ویلي وو چې په اعلامیه کې باید د بشارالاسد پر رژیم او د هغه پر مخالفینو باندې نیوکې وشي. خو په بیانیه کې د بشارالاسد پر رژیم باندې نیوکې شوي وې او د هغه له مخالفینو څخه غوښتل شوي وو چې په خپل منځ کې دیسپلین راولي.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ویاند مارتین نیسیرکي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې بان له ترکیې او سوریې څخه غوښتي دي چې خپلې سرحدي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. هغه زیاته کړه چې بان پر گاونډیو هیوادونو باندې د سوریې د کړکیچ د اغیزو په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړې ده.

نیسیرکي وویل چې وروستۍ پېښه ښيي چې د یوه سیمه ییز کړکیچ د پیلیدو امکانات هم د ډیریدو په حال کې دي. خو د هغه په خبره د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړي استازي لخضر براهیمي، له دمشق او انقرې څخه غوښتې دي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې ویلي دي چې سوریې د پېښې له کبله د ملگرو ملتونو له لارې له دې هیواد څخه بخښنه غوښتې ده او ژمنه ئې کړې ده چې دغه شان پېښه به بیا تکرار نه شي.

د ترکیې پارلمان د پنجشنبې په ورځ خپل پوځ ته د یوه کال له پاره د سوریې په خاوره کې د هوایي او ځمکني عملیاتو د تر سره کولو اجازه ورکړه. ترکي چارواکو ویلي دي چې دغه پریکړه ئې د جگړې له پاره نه ده کړې.

مسعود جهش (د المان خبري آژانس، اسوشیتد پرس، د فرانسې خبري آژانس، رویترز)
کتونکی: سید ریاض