د امنیت د شورا نوي غیر دایمي غړي وپیژندل شول
۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعهاعلان
ملګرو ملتونو تر ۲۰۱۳ کال وروسته د امنیت د شورا له پاره د ارجنتیاین، لوکزامبورګ، روواندا او جنوبي کوریا هیوادونه د نوو غیر دایمي غړو په توگه ټاکلي دي.
دغه هیوادونه به د امنیت د شورا په غونډو کې د دوو کلونو له پاره د نړۍ د امنیت په برخه کې په پریکړو کې ونډه واخلي. د امنیت په شورا کې لس غیر دایمي غړي شتون لري چی هر کال د هغوی پنځه غړي هیوادونه بدلیږي.
دوی د دغې شورا د دایمي غړو پر خلاف د ویتو حق نه لري. آلمان به یوازی د روان کال تر پایه پورې د دغې شورا غیر دایمي غړی وي. له بلې خوا به د جنوبي افریقا، کولمبیا، هند او پرتګال هیوادونه د امنیت له شورا څخه ووځي. د روواندا د هیواد غړیتوب اوس تاوده بحثونه راپورته کړي دي ځکه دغه هیواد په همسایه هیواد کانګو کې له یاغیانو څخه ملاتړ کوي.