کابل او واشنګټن پر امنیتي تړون خبرې وکړې
۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبهافغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې نهمه نیټه) په کابل کې وویل چې امریکا غواړي په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته نهه پوځي اډې ولري. د کرزي په وینا امریکا په کابل، بګرام، هرات، کندهار، هلمند، شینډنډ، مزارشریف او جلال آباد کې د پوځي اډو جوړول غواړي.
د امریکا او افغانستان تر منځ امنیتي تړون یو له مهمو او حساسو سندونه څخه شمیرل کیږي. په پام کې ده چې د دغه تړون په ترڅ کې به افغانستان په خپله خاوره کې یو شمیر پوځي اډې د امریکا په اختیار کې ورکړي. د دې په بدل کې به امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان پوځ روزنې ته دوام ورکړي.
پلان شوې ده چې د ناټو ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه په خپله افغانانو ته وسپاري. یو شمیر افغانان او کارپوهان ویره لري چې که نړیواله ټولنه له افغان پوځیانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ور نه کړي، نو د دې امکان شته چې تر دې نیټې وروسته په افغانستان کې یو ځل بیا ګډوډۍ رامنځ ته شي.
ولسمشر کرزي په وروستیو وختونو کې ویلي وو چې کابل او واشنګټن د دغه سند د لاسلیکولو پر سر حساسې مرحلې ته رسیدلي دي. لا تر اوسه پورې نه کوم افغان او نه هم کوم امریکایي چارواکي د افغانستان او مریکا د امنیتي تړون جزئیات بربنډ کړي دي. خو د افغانستان یو شمیر گاونډي په خاصه توگه ایران په دغه هیواد کې د امریکايي پوځي اډو له شتون سره سخت مخالفت کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې ۱۱ نیټه) په کابل کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر له مرستیال ویلیام برنز، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ [د افغانستان او امریکا] مشارکت باید د افغانستان د خلکو له پاره د سولې، امنیت، پرمختګ او د ژوند د سطحې د ښه والي سبب وګرځي.»
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون نهایي کول، د افغانستان او د سیمې د هیوادونو د دوامداره ثبات او امنیت له پاره خورا مهم دي.
د امنیتي تړون په هکله خبرې اترې د داوړو هیوادونو د حکومتونو د یوه ګډ کمیسیون له لوري پر مخ وړل کیږي. زلمي رسول وویل چې دغه کمیسیون به د ستراتيژیکو او دوه اړخیزو همکاریو پر اساس په انتقالي دوره کې چې له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې دوام کوي د امریکا او افغانستان د اړیکو د تقویې له پاره کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر ټینگار وکړ چې دواړو هیوادونو د امنیت د لیږدولو په بهیر کې او همداشان د بګرام زندان د بندیانو په انتقالولو کې ښه پرمختګونه کړي دي. د هغه په وینا اوس ۹۰ سلنه افغانان په داسې سیمو کې ژوند کوي چې امنیت یې د افغان ځواکونو له خوا نیول کیږي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویلیام برنز، په دغه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان او امریکا د همکاریو نوی باب پرانیزي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د لیږد بهیر ته ژمن دي او په دې برخه کې مهمې لاس ته راوړنې لري. ښاغلي برنز په افغانستان کې د شفافو ټاکنو پر ترسره کیدو او سیاسي لیږ ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې یو شمیر استازي ټینګار کوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د پوځي تړون مسله دې د افغانستان پارلمان ته وړاندل شي.