1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا پريکړه کړې چي په غزه کي دي سمدلاسه اوربند اعلان سي

۱۳۸۷ دی ۲۰, جمعه

د دوو اونيو هلوځلو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په 14 موافقو او يوې ممتنع رايي سره دا پريکړه کړې چي په غزه کي دي اوربند اعلان سي.

https://p.dw.com/p/GV4n
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا
د ملګرو ملتونو د امنيت شوراانځور: Samir Huseinovic

ددغه پريکړه ليک له پاره د امن په جرګه کي يوازي د امريکا د متحده ايالاتو استازي ممتنع رايه ورکړې. په پريکړه ليک کي ددې غوښتنه کيږې چي هم اسراييل او هم دي د حماس اسلامي ډله د غزې په سيمه کي سمدلاسه د جګړو څخه لاس واخلي. خو ددې پريکړي سره سره بياهم په غزې کي جګړه په شدت سره دوام لري.

د ملګرو ملتونود امن د جرګې هلي ځلي به دغزې د تراډي د لانجې په هکله يوې فيصلې ته ورسيږي، ددغي فيصلې اصلي موخه به د اسرايلو او فلسطينيانو ترمنځ د وسلې بنديز وي بله خبره داده چي د غزې د تراډي د پولو دروازې دي خلاصي او د وسلو قاچاق دي بند سي.

د پورتنۍ لانجې د حل له پاره د فرانسې او المان ترمنځ ګډي هڅي رواني دي همدغه خبره د المان لمړۍ وزيري انګلا میرکل په يوه ليدنه کتنه کي په پاريس کي په ډاګه کړې ده. د اسرايلي ورځپاڼو يو تحلیل او شننه دا وایي چي څوک جنګ پر مخه بياي نو بايد د جنګ نه دوتو د ستراتيژۍ بندوبست هم ولري د اسرايلو حکمومت د دوو اونيو جنګ څخه وروسته د غزې په تراډه کي داسي ښکاري چي نور نو د جنګ د پاي په لټه کي دي.

د اوربند د پريکړي سره سره بياهم پر غزې باندي اوربل دی
د اوربند د پريکړي سره سره بياهم پر غزې باندي اوربل دیانځور: AP

د اسرايلوحکومت د دفاع د وزير بااعتباره جنرال اموس ګيلډ، د خبرو اترو له پاره مصر ته ليږلی دی پورتنی جنرال په اصل کي د مصر د حکومت د پټي شبکې د مشر سليمان عمر سره خبري اتري کوي پدغه ليدنه کتنه کي د حماس د سياسي دفتر يو استازی هم ګډون لري. سليمان عمر په اصل کي د خپل ټيم سره نيم کال د مخه په قاهره کي يوه معجزه رامنځته کړه او يو مينځګړی رول یې اداکړی و، چي د وسلود بنديز سبب شو چي همدغه بنديز بيا څلور مياشتي دوام وکړ عمر سليمان، بيا هم دا هيله لري او وایي چي که بيا دغه معجزه رامينځته شي. که څه هم اروپایې ټولني او د فرانسي جمهور ريس پدې هکله هڅي پیل کړي دي.

اصلي موخه اوس داده چي څنګه د جنګ د پاي ستراتيژۍ رامينځ ته سي پدې هکله د مصر حکومت کولای سي چي اغيزمنه ونډه واخلي. ددې ټولو هلو ځلو پايله به داوي چي جنګ بند او ودريږي اوبس فلسطنيان بايد پر اسرايلو باندي د توغنديو باران ودروي، او اسراييل بايد د غزې د تراډي څخه به ښاښي يوه خبره چې دلته د يادوني وړ د ه داده چي د غزې د تراډي او مصر تر مينځ د پولوڅارنه او ډاډمنتوب دي په مډرنه طريقه تر سره سي.

په حقيقت کي اسرايل او حماس د لنډوخت د پاره د جنګ او ډيپلوماسي څخه دوتو ستراتيژي ته اړتيا نلري بلکي دوي د اوږده وخت له پاره ددې کړکيچ څخه و تلو ته اړتيا لري. اسرايل او حماس د اوږده وخت د پاره داسي اصولو او قوانينو ته اړتيا لري چي د اروپاي ټولني د امن او ګډ کار د کنفرانس د پاره يو مثال وګرځي لکه څنګه چې په کال 1973 ميلادي کي د ساړه جنګ په وخت کي په اروپا کي د دواړو کلکو اړخونو ترمنځ حالات لږ نرم شوه د قاهرې او پاريس مسالمت اميزه هلي ځلي بايد په ځانګړي ډول د وسلو د قاچاق د پولو څخه تيريدنه او د راکټونو په باران خبري اتري ونکړي. بلکي د اوږده وخت د پاره د مسلو د حل لاري چاري په ګوته کړي.