1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيت شورا د شمالي کوريا د توغندی ازموینه سخته غندلې ده

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/171bL

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا، د شمالي کوريا د اوږده واټن ويشتونکی توغندی توغول سخت غندلي دي. په نیویارک کښي تر یوې فوق العاده غونډي وروسته شورا اعلان وکړ، چي د راکټ توغول د امنيت شورا له پریکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه ده. د شورا ۱۵غړي به د شمالي کوريا د دغه عمل په مقابل کي خپلو سلا مشورو ته ادامه ورکړي. اروپايي ټولنه هم د دغه منزوي هيواد په مقابل کي د نوو بندیزونو پر وضع کولو باندي غورکوی. تر ټولو دمخه د امريکا متحده ايالات، جنوبي کوريا او جاپان د توغندی توغولو تر شا د دا ډول نظامي وسلو امتحانیدل بولي، چي په اټومي سرګولولو باندي مجهزي دي، او حتی امریکا هم ویشتلای سي. خو د شمالي کوريا د معلوماتو پر اساس دغه توغندی يوازي او يوازي د هوا پیژندني سپوږمکۍ فضأ ته انتقال کړې ده.