1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنيتي مسووليت د سپارلو پروسه

۱۳۹۰ فروردین ۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/RBjP
انځور: AP
ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ د هغو سيمو نومونه اعلام کړل چي د سرطان په مياشت کښي به يې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت مسووليت په غاړه اخلي. دغه سيمي کابل، پنجشير، باميان، لښکرګاه، مزارشريف، هرات ښار او مهترلام دي.
ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ د هغو سيمو نومونه اعلام کړل چي د سرطان په مياشت کښي به يې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت مسووليت په غاړه اخلي. دغه سيمي کابل، پنجشير، باميان، لښکرګاه، مزارشريف، هرات ښار او مهترلام دي.انځور: AP

د لیزبن په کنفرانس کي افغان حکومت او ناټو موافقه وکړه چی افغان ځواکونو ته د مسوولیت د انتقال پروسه د روان میلادي کال په نیمایی کي پیل سي. ولسمشر کرزي او د ناټو عمومی منشی اندرس فوگ راسموسن دغه توافقنامه لاسلیک کړه.
د لیزبن په کنفرانس کي افغان حکومت او ناټو موافقه وکړه چی افغان ځواکونو ته د مسوولیت د انتقال پروسه د روان میلادي کال په نیمایی کي پیل سي. ولسمشر کرزي او د ناټو عمومی منشی اندرس فوگ راسموسن دغه توافقنامه لاسلیک کړه.انځور: AP

ټاکل سوې ده چي د سرطان په مياشت کښي افغان ځواکونه په یوازي سر د ۷ سيمو چي اکثره يې د هيواد په شمال کي دي د امنیت مسوولیت په غاړه واخلی. افغان امنیتی ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان د ټولو سیمو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلی.
ټاکل سوې ده چي د سرطان په مياشت کښي افغان ځواکونه په یوازي سر د ۷ سيمو چي اکثره يې د هيواد په شمال کي دي د امنیت مسوولیت په غاړه واخلی. افغان امنیتی ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه د افغانستان د ټولو سیمو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلی.انځور: DW

د مسوولیت د انتقال د پروسې بریا د افغان ځواکونو په غښتلتوب پوري اړه لري. آیا افغان ځواکونه به د مسلکي نظامي ځواکونو عوض سي، چي وکولای سي په ښه توګه په افغانستان کي امنیت ټنګ کړي؟ اکثره څېړونکي دې موضوع ته د شک په سترګه ګوري.
د مسوولیت د انتقال د پروسې بریا د افغان ځواکونو په غښتلتوب پوري اړه لري. آیا افغان ځواکونه به د مسلکي نظامي ځواکونو عوض سي، چي وکولای سي په ښه توګه په افغانستان کي امنیت ټنګ کړي؟ اکثره څېړونکي دې موضوع ته د شک په سترګه ګوري.انځور: DW

جرمني د بن د کنفرانس وروسته د افغان پولیسو د روزني په برخه کي اساسي رول لوبولی دی. د دغه هیواد ځواکونه د ۲۰۰۷ کال د جون د میاشتي راهیسی اکثره د افغان پولیسو د روزني په برخه کی مشغول دي. تر اوسه ۱۲۲ زرو افغان پولیسو د ۳۰ زرو تنو المانې ښوونکو څخه زده کړی تر لاسه کړي.
جرمني د بن د کنفرانس وروسته د افغان پولیسو د روزني په برخه کي اساسي رول لوبولی دی. د دغه هیواد ځواکونه د ۲۰۰۷ کال د جون د میاشتي راهیسی اکثره د افغان پولیسو د روزني په برخه کی مشغول دي. تر اوسه ۱۲۲ زرو افغان پولیسو د ۳۰ زرو تنو المانې ښوونکو څخه زده کړی تر لاسه کړي.انځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ د افغانستان څخه په منظمه توګه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د پلویانو څخه دی. د هغه په اند افغان ځواکونه کولای سي چي په راتلونکي دریو کلونو کي ددې جوګه سي چي په یوازي سر د هیواد امنیت وساتي.
د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ د افغانستان څخه په منظمه توګه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د پلویانو څخه دی. د هغه په اند افغان ځواکونه کولای سي چي په راتلونکي دریو کلونو کي ددې جوګه سي چي په یوازي سر د هیواد امنیت وساتي.انځور: DW

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په بیړه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو څخه خبرداری ورکړی. د هغه په اند د افغانستان پولیس تر اوسه په داسي یو حالت کي نه دي چي په یوازي سر وکولای سي د طالبانو بريدونو ته جواب ورکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په بیړه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو څخه خبرداری ورکړی. د هغه په اند د افغانستان پولیس تر اوسه په داسي یو حالت کي نه دي چي په یوازي سر وکولای سي د طالبانو بريدونو ته جواب ورکړي.انځور: DW

دغه سرتیري د امنیت د مسوولیت په غاړه اخستلو په موخه د نړیوالو ځواکونو څخه زده کړي کوي. د افغانستان د پوځونو په روزنه کي تر ټولو زیاته ونډه د امریکا د متحده ایالاتو ده. واشنګټن غواړي چي په راتلونکي څلورو کلونو کي د افغان ځواکونو په روزنه ۱۰ میلیونه ډالره مصرف کړي.
دغه سرتیري د امنیت د مسوولیت په غاړه اخستلو په موخه د نړیوالو ځواکونو څخه زده کړي کوي. د افغانستان د پوځونو په روزنه کي تر ټولو زیاته ونډه د امریکا د متحده ایالاتو ده. واشنګټن غواړي چي په راتلونکي څلورو کلونو کي د افغان ځواکونو په روزنه ۱۰ میلیونه ډالره مصرف کړي.انځور: DW

ټاکل سوې ده چي په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپارل سره به د ناټو په واحدونوکي کموالی ته لاره هواره سي. اوسمهال ۱۳۲ زره بهرني سرتيري په افغانستان کی میشت دي.
ټاکل سوې ده چي په تدریجي ډول افغان ځواکونو ته د مسوولیت سپارل سره به د ناټو په واحدونوکي کموالی ته لاره هواره سي. اوسمهال ۱۳۲ زره بهرني سرتيري په افغانستان کی میشت دي.انځور: picture-alliance/dpa

افغانستان لا هم د جګړې په حال کي دی. په اصولی توګه پولیس باید د عمومي نظم دنده په غاړه ولري.خو په افغانستان کي پولیس د جګړې دنده هم ترسره کوي. د رسمي شمیرو په اساس د افغانستان د پولیسو شمیر ۱۵۰زرو تنو ته رسیږی.
افغانستان لا هم د جګړې په حال کي دی. په اصولی توګه پولیس باید د عمومي نظم دنده په غاړه ولري.خو په افغانستان کي پولیس د جګړې دنده هم ترسره کوي. د رسمي شمیرو په اساس د افغانستان د پولیسو شمیر ۱۵۰زرو تنو ته رسیږی.انځور: DW

افغان ځواکونه د ډیري مودې راهیسي د ناټو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کي برخه اخلي، تر څو د راتلونکي ماموریتونو لپاره چمتو سي. تر اوسه افغان ځواکونه د ناټو د ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په وړاندي جنګیدلي دي. په سیمه کي د افغان ځواکونو د روزني وړاندیز د جرمني د دفاع پخواني وزیر ګوټنبرګ کړی وو.
افغان ځواکونه د ډیري مودې راهیسي د ناټو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کي برخه اخلي، تر څو د راتلونکي ماموریتونو لپاره چمتو سي. تر اوسه افغان ځواکونه د ناټو د ځواکونو په ملاتړ د طالبانو په وړاندي جنګیدلي دي. په سیمه کي د افغان ځواکونو د روزني وړاندیز د جرمني د دفاع پخواني وزیر ګوټنبرګ کړی وو.انځور: AP

په داسي یو هیواد کي چي تر اوسه ښځي د خپلو لومړنیو حقونو څخه هم برخمني نه دي داسي نجوني او مېرمني سته چي د پولیسو او اردو په لیکو کی جذب سوي دي. په افغانستان کښي په امنيتي برخه کي د ښځو گډون شرم ګڼل کیږي. خو هغوی ددغو ستونزو سره سره په پوليسو کي دندي ترسره کوي. اوس په افغانستان کی د۱۰۰۰تنو په شاووخوا کي پوليساني سته.
په داسي یو هیواد کي چي تر اوسه ښځي د خپلو لومړنیو حقونو څخه هم برخمني نه دي داسي نجوني او مېرمني سته چي د پولیسو او اردو په لیکو کی جذب سوي دي. په افغانستان کښي په امنيتي برخه کي د ښځو گډون شرم ګڼل کیږي. خو هغوی ددغو ستونزو سره سره په پوليسو کي دندي ترسره کوي. اوس په افغانستان کی د۱۰۰۰تنو په شاووخوا کي پوليساني سته.انځور: DW

د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو لس کاله وروسته د بهرنیو ځواکونو په تدریجي ډول د وتلو پروګرام پیلیږي، ډیر شیانو بدلون موندلۍ. خو هغه څه چي په دغه وخت کي نه ده راغلې هغه سوله ده چي ټول افغانان يې په تمه دي.
د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو لس کاله وروسته د بهرنیو ځواکونو په تدریجي ډول د وتلو پروګرام پیلیږي، ډیر شیانو بدلون موندلۍ. خو هغه څه چي په دغه وخت کي نه ده راغلې هغه سوله ده چي ټول افغانان يې په تمه دي.انځور: DW

د طالب جنګیالیو جذبول د افغانستان د حکومت د سولي د پروګرام یوه برخه ده. حکومت باور لري چي دا کار به په هیواد کي د سولي په راوستلو کي مرسته وکړي. تر اوسه په سلګونه تنه طالبان د سولي کمېسیون سره یوځای سوي دي، خو په وضعه کي کوم بدلون نه ترسترګو کیږی. اټکل کيږي چي په افغانستان کي به د طالب جنګيالو شمېر ۳۰ زره تنه وي.
د طالب جنګیالیو جذبول د افغانستان د حکومت د سولي د پروګرام یوه برخه ده. حکومت باور لري چي دا کار به په هیواد کي د سولي په راوستلو کي مرسته وکړي. تر اوسه په سلګونه تنه طالبان د سولي کمېسیون سره یوځای سوي دي، خو په وضعه کي کوم بدلون نه ترسترګو کیږی. اټکل کيږي چي په افغانستان کي به د طالب جنګيالو شمېر ۳۰ زره تنه وي.انځور: DW