1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د امریکا د ملکي مرستو کمیدل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۲ بهمن ۲, چهارشنبه

د اوباما اداره پر هغو لارو چارو باندي غور کوي، چې په راتلونکي وخت کې له افغانستان سره مالي مرستې خوندي کړای شي. دغه هڅي د کانگرس له خوا افغانستان ته د پرمختیایي مرستو تر کمښت وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/1AvCa
انځور: picture-alliance/AP Images

د لگښتونو ستره مصوبه چې د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما له خوا تر لاسلیکیدو وروسته تصویب شوه، د کانگرس له لوري د ۲۰۱۴ مالي کال له پاره له افغانستان سره د ملکي مرستو په برخه کې ۱،۱۲ میلیارده امریکایي ډالر منل شوي دي، چې د تیر مالي کال په پرتله پکښې۵۰ سلنه کمښت راغلی دی. په دې سره دا خبره تر اوسه لا څرگنده نه ده، چې په اصل کې به افغانستان د ۲۰۱۴مېلادي کال له پاره څومره مرسته تر لاسه کړي.

امریکایي چارواکي وایي چې دوی د بودجې تفصیل ته په تمه دي او ښایي د دې خبري څېړنه هم وکړي، چي که چیري د تیر کال په غیر مصرف شوو پیسو او یا هم بوديجه کې له کوم بل درکه پیسې د افغانستان په مرستو کې ور زیاتي کړای شي.

د متحده ایالاتو د نړیوالي پرمختیایي ادارې یا (USAID) یوه تن چارواکي رويترز خبري آژانس ته د نوم د نه افشا کولو په شرط ویلي دي: «دا چې په ټوله کې د سترو ملکي مرستو کچه راکښته شوې ده، خپله په دغه قانون کې د افغانستان له پاره کوم مشخص حد نه دی معلوم.»

نوموړي چارواکي یاودنه وکړه چې «په راتلونکو څو میاشتو کې به، موږ د مالي کال له پاره د دوه اړخېزه مرستو مجموعه نهایي کړو.»

دغه خلاصه د دې توصیه هم کوي چې د متحده ایالاتو پرمختیايي اداره او د بهرنیو چارو وزارت له ۱،۱۲ میلیارده ډالرو سره د ۲۰۱۳ مالي کال غیر مصرف شوي مرستې هم ضمیمه کولای شي، خو په عاجله توگه دا معلومه نه ده چې دغه کار به هغوی ته د څومره ممکنه انعطاف پذیرۍ اجازه ورکړي.

اندریو وېلدر، چې د سولي په انستیتوت کې یې د افغانستان او پاکستان د پروگرامونو مشري کړې ده او ډیر کلونه یې په دغه سیمه کې پر کار کولو تیر کړي دي وایي: «دا چې هر چا د بودجې د کموالي اټکل کاوه، خو۵۰ سلني ته د راکښته کیدو اټکل هیچا نه کاوه. دا یوه خطرناکه رویه ده، چې په راتلونکو کلونو کې به یې بیرته راگرځول گران کار وي.»

د متحده ایالاتو پرمختیایي اداره چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت سره په گډه تر هيواد دباندي د پرمختیا او مرستو پروگرامونه پر مخ بیایي، د افغانستان له پاره د ۱،۶۷ میلیارده ډالرو د مرستي غوښتنه کړې وه. د امریکایي چارواکو د وینا له مخې په ټوله کې د افغانستان له پاره په ۲۰۱۴ مالي کال کې د ۲،۱۹ میلیارده ډالرو د مرستي غوښتنه شوې وه.

د رویترز خبري آژانس لیکي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا په مرستو کې د ډیر کمښت له مخې ښایي په دغه بې وزله هیواد کې د روغتیا، تعلیم، کرهڼي او د نورو پروگرامونو دوام له خطر سره مخامخ کړي. نوموړی خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې په مرستو کې کمښت نورو مرسته کوونکو هیوادونو ته هم یو زیگنال دی، چې په ۲۰۱۲م کال کې په ټوکیو کې سره راټول شوي ول او په راتلونکو کلونو کې یې له افغانستان سره د مرستو د جاري ساتلو ژمنتیا ښوولې وه.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو دا خبره نه وه مشخصه کړې چې په راتلونکي وخت کې به یې له افغانستان سره د مرستو کچه په کومه اندازه وي، خو د دې خبري ژمنه یې کړې وه چې تر ۲۰۱۵مېلادي کاله پورې به یې د مرستو کچه د روانو مرستو په اندازه یعنی شاوخوا دوه میلیارده ډالره وي.

وېلدر وایي چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت به په دې و نه توانیږي، چې افغانستان ته د کانگرس له خوا تر ۱،۱۲ میلیارده ډالرو تصویب شوو مرستو، ډیري ورکړي.

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندي لیکلي دي چې د مرستو ډیر کموالی په کانگرس کې د دولت او له افغانستان سره د مرستو په برخه کې د پرمختیایي ادارې د مدیریت او همداشان پخپله د افغانستان په اړه د ناهیلۍ څرگندوي کوي. د مرستو دغه پروگرام له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ضایع کیدو او تقلب له رپوټونو سره مل دی.

د متحده ایالاتو د کانگرس غړو اندېښنه څرگنده کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو څارنه به، له افغانستان څخه د ځواکونو راوتلو او د امنیت تر لا خرابیدو وروسته پسې گرانه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب