1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پېسې د یاغیانو به جیب کې

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۲ فروردین ۲۳, جمعه

د افغانستان د بیارغونې د بهیر مالي پلټونکي گواښ وکړ چې امکان لري یاغیانو پورې تړلي کسان او یا ډلې اوس هم د امریکا پوځي قراردادونه ترلاسه کړي او په دې ترتیب د امریکايي مالیه ورکوونکو په پېسو خپله جګړه تمویل کړي.

https://p.dw.com/p/18EfZ
GettyImages 154736217 An employee at a money changer counts USD 100 bills in Manila on October 25, 2012. AFP PHOTO/NOEL CELIS (Photo credit should read NOEL CELIS/AFP/Getty Images)
Symbolbild Geldwechselانځور: AFP/Getty Images

ښاغلي سوپکو زیاته کړه چې په افغانستان کې اداري خلاوې او غلط فهمۍ د دې سبب کیدای شي چې یاغیانو ته د قراردادونو د نه رسیدو په موخه رامنځ ته شوي تدابیر پلي نه شي.

دې امریکايي لوړپوړي پلټونکي وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپلو قراردادیانو ته دوه میلیارده ډالر ورکړي دي، خو هغه دا خبره روښانه نه کړه چې د دغو پېسو څومره برخه یاغیانو ته رسیدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسوشیتید پرس خبري آژانس په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ په حواله لیکلي ول چې اټکل کیږي چې له دغو پېسو څخه شاوخوا ۳۶۰ میلیونه یې طالبانو او نورو یاغي ډلو ته رسیدلي وي.

امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپلو قراردادیانو ته دوه میلیارده ډالر ورکړي دي
امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپلو قراردادیانو ته دوه میلیارده ډالر ورکړي ديانځور: dapd

سوپکو وویل چې که څه هم سنا د امریکا پوځ ته دا صلاحیت ورکړی دی چې هغو کسانو یا سازمانونو ته قراردادونه ور نه کړي او یا هم له هغوی سره خپل قراردادونه پای ته ورسوي، چې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو مخالفت کوي، خو د دې پلټونکي په وینا اوس هم دغه اصل په بشپړه توگه په پام کې نه نیول کیږي.

د سوپکو په خبره د هغه نوې څیړنې ښيي چې د امریکا متحده ایالاتو په یو شمیر نویو قراردادونو کې له یاغیانو سره د اړیکې لرلو موضوع نه ده درج شوې. په قراردادونو کې د دغې موضوع یادونه له قانوني لحاظه ځکه ضروري ده چې د امریکا دولت کولای شي د یوې ستونزې د لیدو په صورت کې له یوه داسې سازمان یا وگړي سره خپل قرارداد لغو کړي، چې د هغوی په اند په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو مخالفت کوي.

پر دې سربیره سوپکو ټینگار کړی دی چې پوځي قراردادیانو ته په افغانستان کې د یاغیانو د ډلو نوی نوملړ نه دی ورکړ شوی، چې له مخې یې هغوی له دې کسانو او ډلو سره د قراردادونو له کولو څخه ډډه وکړي.

سوپکو د چهار شنبې په ورځ د سنا د «حکومت د څارنې او ریفورم» کمیټې پر وړاندې خبرې وکړې. هغه وویل چې په یوه مورد کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ چارواکو هغه سري معلومات نه دي لوستلي چې له دوې سره یې مرسته کوله ترڅو یاغیانو او د هغوی خواخوږو ته پوځي تړونونه ور نه کړل شي.

د سوپکو په خبره له دې کبله چې امریکايي چارواکي یوې خونې ته چې د سري اسنادو د لوستلو له پاره ځانگړې شوې ده نه دي تللې، له دې کبله هغوی نه دي توانیدلي چې له طالبانو، حقاني شبکې او القاعدې سره ښکیلو کسانو او شرکتونو ته د قراردادونه و ورکړي مخنیوی وکړي.

سوپکو ټینگار کړی دی چې پوځي قراردادیانو ته په افغانستان کې د یاغیانو د ډلو نوی نوملړ نه دی ورکړ شوی.
سوپکو ټینگار کړی دی چې پوځي قراردادیانو ته په افغانستان کې د یاغیانو د ډلو نوی نوملړ نه دی ورکړ شوی.انځور: dapd

د افغانستان د بیارغونې د بهیر مالي پلټونکي جان سوپکو، د سنا د کمیټې پر وړاندې وویل: «داسې ښکاري چې هغوی دغه اسناد نه دي لوستي او یا دا چې هغوی خپل دومره وخت نه دی مصرف کړی چې ۴۵ متره وړاندې یوې خونې ته ولاړ شي او هلته سري اسناد ولولي. ما دا کار وکړ، زه هلته ولاړم او هغه اسناد مې ولوستل.»

سوپکو د سنا د دې کمیټې پر وړاندې وویل چې هغه د امریکا له پوځي چارواکو څخه وغوښتل چې له یو شمیر قراردادیانو سره خپل کار پای ته ورسوي، خو هغوی له دې کار څخه ډډه وکړ. سوپکو تر دې وروسته د سنا دغې کمیټې ته په افغانستان کې د ټولو شکمنو قراردادیانو نومونه ورکړل.

پر دې سربیره سوپکو د امریکا متحده ایالاتو له کانگرس څخه وغوښتل چې هغه تدابیر لا پسې سخت کړي، چې یاغیانو ته د امریکايي قراردادونو د رسیدو مخه نیسي. سوپکو وړاندیز وکړ چې د تدابیرو د پلي کیدو له پاره باید د ۱۰۰۰۰۰ ډالرو ټاکل شوی سرحد له منځه ولاړ شي. هغه همداراز وویل چې دغه تدابیر باید په راتلونکې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دې هیواد د پرمختیایي ادارې پر قراردادونو هم پلي شي. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال دغه تدابیر یوازې د امریکا د پوځ پر قراردادونو باندې پلي کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب