د امریکا پوځ کوچنی، خو دفاعي بودجه یې ۳۸ سلنه ډیره شوې
۱۳۹۴ مرداد ۱۰, شنبهد رویټرز خبري آژانس په حواله د دغه تضاد اصلي دلیل په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته له یوې بیړنۍ بودجې سره پيل شوې وه، چې اوس دا د واشنگټن له خوا د دفاعي مصارفو له پاره د حدودو له ټاکل کیدو څخه د خلاصون یوه لار جوړه شوې ده.
د رویټرز په حواله د OCO «اوورسیز کنټیجنسي آپریشنز اکاونټ» یا« له هیواد څخه د باندی جگړی لگښتونه» څخه د جگړو اړوند د داسې ډیرو پروگرامونو له پاره پیسې ورکول کیږي چې تر پوښتنې لاندي دي. رویټرز دغه خبره د اوسني او پخوانیو چارواکو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو او د بودجې اړوند اسنادو تر څیړنې ورسته کړی ده.
د سپينې ماڼۍ د ادارۍ او بودجې دفتر(OMB) د یوه پخواني چارواکي په خبره: دا تر ټولو بد کار دی چې د بودجې له نظم سره کیږي.د پنټاگون د مشرانو له خوا خبرداری ورکړل شوو وو چې د بودجې په هکله نا مطمئن وضعیت د پلان جوړونې برخې ته زیان رسولې شي.
د دغو چارواکو په خبره واشنگټن له یوې خوا د«اسلامي دولت» ترهگرۍ ډلې له گواښ او له بلې خوا د چین په سویلي سمندر کې د دغه هیواد له خوا د خپلو سیمو د پراخولو په څیر مسائلو سره مخامخ دی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړی وه چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش له خوا د جگړو په موخه د تخصیص شوې بودجې د ضمني مصارفو د غلط استعمال مخه به ونیسي.
اوباما د OCO یا له هیواد څخه د باندی جگړو په لگښتونو کې یو څه کموالې هم رامنځته کړ، کوم چې په ۲۰۰۸ کال کې دې موخې له پاره ۱۸۷ ملیارد ډالره ټاکل شوې وه په بشپړ ډول ونه لگول شوه.
د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله:« ستونزه دا وه چې څنگه کیدای شي د دغو لگښتونو مخه ونیول شي.» په ځانگړي توگه په ۲۰۱۱ کال کې د بودجې له پاره د یو ټاکلې اندازې تر معلومیدو وروسته.
د بارک اوباما له خوا د OCO یا له هیواد څخه د باندی جگړۍ د مصارفو له پاره د ۵۱ بیلیونه ډالرو وړاندیز شوې دی، چې دا د هیواد له عمومي دفاعي بودیجې(۵۳۴ بیلیونو) څخه جلا ده. د یادونې وړ ده چې په امریکا کې مالیاتي کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیټې پيلیږي.
رویټرز د امریکایې چارواکو په حواله ویلي دي چې له دې جملې څخه به ۲۵ ملیارد ډالره په مستقیم ډول د جگړو او عملیاتو په برخه کې وکارول شي. یاد رقم د هغو ۹۸۰۰ امریکایې عسکرو له پاره پکار دي چې په افغانستان کې مستقر دي او یا هم په عراق او سوریې کې د«اسلامي دولت» ډلې په مقابل کې جنگیږي.