1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا سفارت: د افغانستان د جنوبی ولایتونو امنتی حالات لا ګډودیږی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

په کابل کي د امريکا متحده ایالاتو د سفارت چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چي د دوی د کارکونکو پر تګراتګ نوي بنديزونه لګول سوي. ځکه چي د دغو چارواکو په حواله د افغانستان په جنوبي ولايتونو کي امنيت د خرابيدو په حال کي دی

https://p.dw.com/p/11CSC
هلمند
هلمندانځور: Karlos Zurutuza

په کابل کي د متحده ايالاتو سفارت ويلي چي دوي د هلمند ولايت په دري سيمو کي د بريدونو په هکله معلومات ترلاسه کړي دي. د متحده ايالاتو سفارت بيا د دغو بريدونو د څرنګوالي په هکله ډير معلومات نه دي ورکړي.

هلمند د قندهار ولايت لويديځ خوا ته پرته سيمه ده. هلمند او قندهار د طالبانو د زيږيدني ځايونه دي. په دغو ولايتونو کي بيا د څو کلونو را په دي خوا افغان او نړيوال ځواکونه عمليات ترسره کوي ترڅو سيمه د طالبانو څخه پاکه کړي خو د سيمي حالات د هري ورځي په تيريدو لا ډير خرا بيږي چي ډيري انديښني يي رامنځ ته کړي.

افغان امنيتي ځواکونه د يکشنبه په ورځ وتوانيدل چي د بهرنيو ځواکونو په مرسته په قندهار ښار کي روانه جګړه پاي ته ورسوي. دغه جګړه وروسته له هغي پيل شوه چي يو شمير طالبانو د قندهار ولايت په مرکز کي پر ځينو دولتي ودانيو بريدونه ترسره کړل. د دغو بريدونو په پايله کي يو ملکي او دري افغان سرتيري ووژل شول. افغان امنيتي ځواکونه هم وتوانيدل چي د 30 ساعتو جګړي وروسته شاو خوا 20 طالب جنګيالي ووژني او د قندهار ولايت مرکز د طالبانو څڅه پاک کړي.

په کابل کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت لخوا په يوي خپري شوي اعلاميي کي راغلي چي په مارجي ولسوالي کي د امریکا د متحده ايالاتو د دولت کارکونکي په خپلو کمپونو کي محدود شوي ځکه چي داسي راپورونه په لاس کي شته چي په مارجه، لشکرګاه او ګريشک کي دولتي وداني د طالبانو د حملو د خطر سره مخامخ دي.

د هلمند ولايت مرکز، لشکرګاه، يو له هغو سيمو څخه ده چي په راتلونکي جولاي مياشت کي به يي امنيتي جاري افغانانو ته وسپارل شي. دا په داسي حال کي ده چي طالبانو اعلان کړي دوي به خپل بريدونه پر افغان او بهرنيو سرتيرو زيات کړي.

د ۲۰۰۱ ميلادي کال څخه را پديخوا د امريکا په مشري چي کله طالبان د قدرت څخه راپرځول شوي، د زور زياتي د پيښو اکثره قربانيان ملکي وګړي دي. خو په نږدي وختونو کي د زور زياتي په پيښو کي په څرګند ډول ډير والي راغلاي دي.

د ملګرو ملتونو د تير کال د راپور پر اساس دغه کال تر ټولو تيرو کلونو خونړيو کال وو چي په کښي ۲،۷۷۷ تنه ملکي کسان وژل شوي. دا د ۲۰۰۹ م کال په پرتله د زور زياتيو په پيښو کي په سلو کي ۱۵ لوړوالي په ګوته کوي.

سږ کال په جولاي مياشي کي به د ۷ نسبتا ارامو سيمو امنيتي مسؤليتونه د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته انتقال شي، او د پلان له مخي په پام کي ده چي د ۲۰۱۴ ميلادي کال تر اخره به د ټول افغانستان امنيتي چاري د افغانانو په لاس کي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمدولي اڅکزي