د امریکا د ولسمشرۍ نوماندانو مرستیالانو مناظره وکړه
۱۳۹۱ مهر ۲۱, جمعهاعلان
د متحده ایالاتو د اوسني جمهور رئیس بارک اوباما د مرستیال جو بایدن او د جمهوري غوښتونکو کاندید پاول راین ترمنځ د تلویزیونې مناظرې په ترڅ کې تر ټولو د مخه د بهرني سیاست په برخه کې خبرې وشوې.
پاول راین پر اوباما باندې تور ولګاوه چې خپل په رهبرۍ کې ضعیفه دئ. دا ځکه چې په بن غازي کې د امریکا پر قونسلګرۍ باندې د برید مخه ئې و نه سوای نیولای. خو جو بایدن بیا د ده خبرې بې منطقه وبللې او زیاته ئې کړه چې جمهوري غوښتونکي ایران ته د اتومي پروګرام په اړه په خپلو اخطارونو کې مبالغه کوي.