1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا استخباراتي څارنو اروپايي ټولنه په غوسه کړې

دویچه ویله/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ تیر ۹, یکشنبه

آیا رښتیا هم د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې پر اروپایي اتحادیې استخباراتي څارنه کړې ده؟ آلماني مجله «دېر شپیګل» وایي چې د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې NSA دا کار کړی دی.

https://p.dw.com/p/18ygq
انځور: Getty Images

په اروپا کې د متحده ایالاتو د استخباراتي خدماتو له خوا د غوږ نیولو چلند، ټول په غوسه کړي دي، په خاصه توګه د اروپا د اتحادیې سیاستوالان. هغوی غوښتنه کړې ده چې باید ژر تر ژره دا قضیه روښانه شي چې آیا رښتیا هم د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) په هدفي توګه اروپايي ټولنې پسې خپل جاسوسان اچولي دي که نه؟ اوس د اروپا د اتحادیې سیاستوال د موضوع د سپیناوي غوښتنه کوي.

د لوګزمبورګ د بهرنیو چارو وزیر ژین اسلبورن، د آلمان شپیګل آنلاین خبري پاڼې ته وویل: «د امریکا متحده ایالات، د دې پر ځای چې پر خپلو متحدینو څارنه کوي، ښه ده چې پر خپلو استخباراتي ادارو څارنه وکړي.»

د اروپا د اتحادیې د پارلمان رئیس، مارتین شولتڅ، د دې موضوع د دقیقي روښانتیا غوښتنه وکړه. شولتڅ چې د آلمان د سوسیال دیموکرات د ګوند SPD غړی دی، وویل: «که چیرې دا خبره رښتیا وي، نو بیا دا یوه ستره افتضاح ده.»

دغه راز د اروپا په پارلمان کې د بهرنیو چارو په جرګه ګۍ کې د آلمان د مسیحی دیموکرات CDU استازي، المر بروک، هم د متحده ایالاتو دغه عمل تر سختو نیوکو لاندی ونیو او ویې ویل: «دغه ډول جاسوسي داسې یو بُعد غوره کړی دی چې د یوه دیموکرات دولت له پاره په هیڅ ډول د منلو وړ نه ګڼل کیږي.»

د اروپا په پار لمان کې د آلمان د زرغون ګوند استازي یان فیلیپ البرشت، وویل د داسې رپوټ د رښتیا کیدو په صورت کې اروپایي سیاستوالان دنده لري چې د متحده ایالاتو د دې عمل پر وړاندې په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي: «که چیرې دا خبره رښتیا وي، نو دا یو څرګند ثبوت دی چې د قانون واکمني له نسکوریدو سره مخامخ ده. زما په نظر حتی سړی ویلای شي چې له دې کار سره د قانون د واکمنۍ د زړه هستې په له منځه تلو پیل کړی دی. له دې سره موږ سیاستوالان مسوولیت لرو چې په اقداماتو لاس پورې کړو.»

متحده ایالاتو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی ښوولی

د شپیګل آنلاین د معلوماتو له مخې، د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې په واشنګټن، نیویارک او بروکسل کې د اروپا د اتحادیې پر تأسیساتو څارنه کړې ده. ویل کیږي چې په دغو تأسیساتو کې د نورو استخباراتي وسايلو څخه د استفادې ترڅنګ، د غوږ نیونې پټ وسایل هم نصب کړای شوي دي. د آلمان نوموړې خبري مجله وایي چې دغه رپوټ د متحده ایالاتو د پخواني فراري مخبر، ایدورد سنودن د معلوماتو پر اساس جوړ شوی دی. سنودن د متحده ایالاتو د استخباراتي څارنې له یوه پټ پروګرام څخه پرده پورته کړه.

متحده ایالات نه غواړي چې د نوموړي رپوټ په هکله کومه تبصره وکړي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت د مشاور مرستیال، بن رودیز چې جنوبي افریقا ته له ولسمشر بارک اوباما سره په سفر کې ملګرتیا لري، د نوموړي هیواد، د پریتوریا په ښار کې د خبریالانو پر وړاندې دومره وویل: «زه نه غواړم چې د داسې بې اعتبارو رپوټونو په هکله تبصره وکړم.»

هر څه له کنتروله وتلي دي

د شپیګل د رپوټ له مخې، د متحده ایالاتو د ملي امنیت اداره تیلفوني اړیکو، کمپیوتري اسنادو او بریښنا لیکونو ته لاس رسی لري. په بروکسل کې د اروپا د شورا ودانۍ چې دJustus Lipsius په نامه یادیږي، د متحده ایالاتو په دغې استخباراتي څارنې کې شامله ده.

په دغې ودانۍ کې د اروپا د اتحادیې هر غړی هیواد یوه کوټه لري. الماني مجلې، «دېر شپیګل» رپوټ ورکړی دی چې پنځه کاله مخکې د اروپا د اتحادیې امنیتي مامورینو د NSA دفترونو ته چې په بروکسل کې د ناټو په تأسیساتو کې موقیعت لري، یو لړ (Missed Calls) تر څیړنې لاندې نیولي وو. مجله په خپل رپوټ کې «پنځو کلونو مخکې يوې پیښې ته اشاره کړې ده، چې په هغې کې د اروپا د اتحادیې امنیتي کارپوهانو په Justus Lipsius نومې ودانۍ کې د تیلفونو د اوریدلو او آنلاین د څارلو ځینې وسایل کشف کړل.»