1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکايانو پر بازوګانو د کردي ملیشو نښان ترکیه په غوسه کړې

آژانسونه / ش. ن.۱۳۹۵ خرداد ۹, یکشنبه

د هغو امریکایې ځانگړو واحدونو انځور چې په سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر ضد عملیاتو کې د کردي ملیشه و ملاتړ کوي د انقرې حکومت غصه راپارولې ده. په ځانگړي توگه د جزویاتو په برخه کې یې د ترکیې حکومت په قهر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Iwcr
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

په یو انځور کې لیدل کیږي چې امریکایې عسکرو پر خپل یونیفورم د کردي ملیشه و YPG نښان لگولې دی. دې کار د ترکیې حکومت په قهر کړی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش، په انقره کې وویل: «دا د منلو وړ نه دی، چې امریکایې عسکر دې د یوه ترورستي سازمان نښان ولري».

امریکایې پوځ خپل سرتیرو ته د دغه نښان لیري کولو امر کړی دی، خو په عین وخت کې یې د کردي ملیشه و څخه خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی.

د امریکایې پوځ مداخله

یوه عکاس د سوریې په رقه ولایت کې یوه ډله امریکایې سرتیري عکاسي کړي دي، کوم چې د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندی عملیاتو کې د (SDF) یا سوریې دیموکراتیک ائتلاف ځواکونو ملاتړ کوي. په انځور کې لیدل کیږي چې د ۲۰ په شاوخوا کې امریکایې سرتیرو له ډلې څخه یو شمیر یې په خپلو عسکري یونیفورمونو باندی د کردي ملیشه و YPG نښان لري. YPG یا کردي ملیشه د سوریې دیموکراتیک ائتلاف یوه مهمه ډله ده.

همدارنگه YPG په سوریه کې د داعش ترهگرې ډلې پر وړاندی د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف تر ټولو مهم متحد دی. YPG یا کردي ملیشه بیا د ترکیې حکومت له پاره د PKK یا کردي کارگر گوند په څیر یو ترهگریز سازمان دی.

په عراق کې د امرکایې پوځ ویاند سیف وارن، د دغه نښان لگول یو نامناسب کار بولي. هغه له عراق څخه د یوه ویډیو کنفرانس په ترڅ کې په پیټاگون کې یوه خبریال ته وویل: «د دا ډول نښان درلودل هیڅ جواز نه لري.» نوموړي زیاته کړی ده چې له دغو عسکرو څخه غوښتل شوي دي چې له خپلو یونیفورمونو څخه دې نښانونه لیري کړي.

وارن زیاته کړه چې په دې برخه کې باید د پوځي متحدینو سره تماس ونیول شي: «ځانگړي ځواکونه اوږدې او له ویاړه ډکې کیسې لري، کله چې دوی له نورو سره گډ کار کوي دا نو څه معنی لري.» دا هغه څه دي چې دوی ډیري وختونه کوي، خو د دې اجازه نشته.

واشنگټن حکومت د وضعیت د آرامه کولو په هڅه کې دی. د امریکا د بهیرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر وویل چې د امریکا حکومت د ترکیې اندیښنې درک کوي. امریکا د داعش پر وړاندی جگړه کې ترکیه خپل یو فعال متحد بولي. په عین وخت کې د مارک ټونر په وینا چې امریکا په دې اند ده چې YPG د کردانو کارگر گوند PKK سره تړاو نه لري او د «اسلامي دولت» ډلې پر وړاندی جکړه کې مهم رول لوبوي.

ټونر زیاته کړه چې له همدې امله امریکا به په راتلونکي کې هم د دغې ډلې ملاتړ ته دوام ورکړي. د پنجشنې په ورځ د پنټاگون ویاند پيټر کوک په واشنگټن کې واضحه کړه چې امریکایې سرتیرې له یاغیانو سره په گډو عملیاتو کې یوازې د امر لاندی عسکرو رول لوبوي.

دغه ځواکونه یوازې په خاصو ځایونو او عملیاتو کې برخه اخلي. په مجموع کې ۲۰۰ امریکایې سرتیري د سوریې په شمال کې د یاغیانو د ملاتړ په ماموریت کې برخه لري.