1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکایي سرتیري د آزادۍ جشن فسخه شو

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبه

د طالبانو له قید څخه د آزاد شوي امریکایي سرتیري بو برگدال، په پلرني وطن کې د یوه جشن په ترڅ کې له هغه څخه پلان شوی هرکلی لغو شوی دی. د دې تور په اړه چې گواکې دی له خپلې پوستې تښتیدلی دی، د احتجاجونو اندیښنه موجوده وه.

https://p.dw.com/p/1CCX7
انځور: picture alliance/AP Photo

امریکایي سرتیری بو برگدال، چې کابو پنځه کاله یې له طالبانو سره په قید کې تیر کړل ښایي په سملاسي توگه په خپل پلرني وطن کې د خپلو خواخوږو، ملگرو او وطنوالو له هرکلی سره مخامخ نه شي. دی د هایلي، چې د متحده ایالاتو د آیداهو په ایالت کې پروت دی اوسیدونکی دی.

د افغان طالبانو له منگولو څخه د ده د آزادیدو په ویاړ د جون میاشتې په ۲۸ نیټه په پام کې نیول شوي مراسم فسخه شوي دي. د دغو مراسمو سمبالونکو ویلي دي چې دغه تصمیم وروسته له هغې ونیول شو چې هغوی ته یو شمیر خصمانه بریښنا لیکونه او تلیفوني زنگونه ورورسیدل چې گواکې برگدال یو «اتل» نه بلکې « یو فراري» سرتیرې دی. په دغو اړیکو کې ادعا شوې ده چې برگدال له خپل ټولگي څخه پرته له کومې رسمي اجازې وتلی دی او بیا لادرکه شوی دی.

برگدال چې لا تر اوسه په آلمان کې د امریکا متحده ایالاتو په یوه کلینیک کې تر روغتیایي معایناتو لاندې دی، د می په ۳۱ نیټه د قطر په منځگړتوب د پنځو لوړ پوړو طالبانو په بدل کې چې په گوانتانامو کې بندیان ول، آزاد شو.

د برگدال په پلرني وطن کې چارواکو د پلان شوو مراسمو د فسخه کولو له پاره امنیتي اندیښنې عنوان کړي دي او ویلي یې دي چې انتظار کیده په دغو مراسمو کې د برگدال په زرونو پلویان او مخالفین گډون وکړي، خو دوی د دغو مراسمو د امنیت د خوندې ساتنې له پاره اړین امکانات په اختیار کې نه لري. د آیداهو د هایلي د ښار د پولیسو مشر جیف گونتر ویلي دي: «کله چې لس زره خلک دلته راشي، پنځه زره یې په یوه خوا او پنځه زره یې په بله خوا ودریږي، نو ملي مسایلو ته په پام کې نیولو سره، موږ نه پوهیږو چې څه به پیښ شي.»

«د خوشحالۍ ځای غم ونیو»

د نوموړي ښار په چارواکو باندې فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې د برگدال ځینو پخوانیو پوځي ملگرو د تلیفون او بریښنا لیکونو له لارې ادعا وکړه چې دغه امریکایي سرتیري په افغانستان کې خپله عسکري پوسته «قصدا» پریښې وه.

د سوداگرۍ د خونې رئیس جین درویسل، ویلي دي چې د ده ادارې یو شمیر کرکه پارونکي بریښنا لیکونه تر لاسه کړي دي او یو شمیر تلیفونونه ورته شوي دي چې په هغو کې پر نوموړي ښار ملڼدۍ وهل شوي او برگدال یې د یوه «غیر امریکایي» په توگه غندلی دی. هغه زیاته کړې ده چې: «زموږ خوشحالي سمدلاسه په غم بدله شوه.»

ځیني انتقاد کوونکي ادعا کوي، برگدال چی د ۲۰۰۹ کال د جون په ۳۰ نیټه په مرموزه توگه لادرکه شو، د لټون په لومړیو عملیاتو کې څه نا څه ۶ امریکایي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

برگدال یوازینی امریکایي سرتیرې دی چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوی وو. د بند په ټوله موده کې د هغه په پلرني وطن کې اوسیدونکو «بو بیرته کورته راولئ» تر شعار لاندې د هغه د آزادۍ له پاره غږ پورته کړی وو.

د چهارشنبې په ورځ طالبانو یوه ویدیو خپره کړه، کومه کې چې د برگدال د آزادیدو او امریکایي کوماندو ته د هغه د تسلیمیدو بهیر ښکاره کیږي. په دغې ویدیو کې برگدال ویریدلی او مغشوش معلومیږي. هغه مخکې له دې چې کښته شوې څرخي الوتکې ته وخیژول شي، پلټل کیږي چې نه شي چاودیدونکي مواد ورپورې تړلي وي.

په عین وخت کې د نوموړي امریکایي سرتیري او د پنځو طالبانو تبادلې په واشنگټن کې سیاسي لانجې راپارولي دي. د امریکا د کانگرس ځینو سناتورانو پر دغې تبادلې نیوکې کړي دي او ادعا کوي چې دا ښایي یوه نمونه وگرځي او یاغیان او ترهگر تشویق کړي چې نور امریکایي سرتیري يرغمل ونیسي تر څو خپل بندیان پرې آزاد کړي.

د جمهوري غوښتونکو لوړ پوړي سناتور جان مکین ویلي دي: «دا تصمیم چې بریدمن برگدال وطن ته راوستل شي، غلط دی. حتی که څه هم دا زموږ د خوشحالۍ سبب هم گرځي. هغه د امریکایي سرتیرو ژوند په خطر کې اچوي او زما په نظردا د امریکایي ولس له پاره د منلو وړ نه دی.»

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، له دې مخکې له دغې تبادلې څخه دفاع وکړه: «موږ له ترهگرو سره خبرې اترې نه دي کړي. څرنگه چې ما مخکې ویلي دي بریدمن برگدال یو جنگي زنداني وو. دا یوه عادي پروسه ده چې خپل بندیان سړی بیرته خپل وطن ته راولي.»

پنځه آزاد کړای شوي طالبان قطر ته تسلیم کړای شوي دي او سمدلاسه هغوی د یوه کال له پاره په نوموړي هیواد کې پاتیږي او بهر ته د سفر کولو اجازه نه لري.