د امریکايي الوتکې ازمایښتې الوتنه ناکامه شوه
۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبهاعلان
یوه امریکايي بې پیلوټه الوتکه په ارام سمندر کې رالویدلې ده او له منځه تللې ده. دغه الوتکې ازمایښتې الوتنه کوله. رالویدلې الوتکه WAVERIDER نومیږي چې د صوت د سرعت په پرتله به شپږ وارې تیر حرکت وکړي.
د داسې الوتکو له جوړلو سره امریکا متحده ایالات غواړي چې پر خپلو دښمنانو باندې په کم وخت کې بریدونه تر سره کړي. تر دې مخکې دوه نورې داسې الوتکې هم ازمایلې شوې وي.
د امریکا پوځ تر اوسه پورې یوازې څلور داسې الوتکې جوړې کړي دي. لا تر اوسه معلومه نه ده چې ایا څلورمه الوتکه په هم په نزدې وختونکو کې وازمایل شي او که نه.