1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکې مرکزې بانک په 85 ملياردو ډالرو AIG ته نجات ورکړ

۱۳۸۷ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د American International Group يا AIG په نامه په نړې کې د بيمې ستر امريکايې کانڅرن ته د امریکې د متحده ايالتونو مرکزې بانک تر 85 ملياردو ډالرو پور ورکړې.

https://p.dw.com/p/FK0V
American International Group (AIG)نښان
American International Group (AIG)نښانانځور: picture-alliance/ dpa

په مقابل کې به په سلو کې 79.9 د دغه ستر نړيوال کانڅرن اسهام د امریکې متحده ايالتونو دمرکز ی بانک واخلې.

څنګه چې په واشنګتن کې د امریکې متحده ايالتونو د مرکزی بانک په يوه اعلاميه کې ويل شوې دی، دغه پور د AIG د بيمې ستر کنڅرن ته تردې شرايطو لاندې ورکړ شوې، چې هم د امریکې د متحده ايالتونو د حکومت او هم د دغه هيواد د ماليه ورکونکو دلچسپې خوندي پاتې شې. او څنګه چې د مرکزي بانک په اعلاميه کې ويل شوې، مرکزې بانک په دې کار سره د يوه ستر نړيوال مالې بحران مخه نيولې.

د AIG د بيمې د کانڅر ن لپاره دا په آخرنيو شیبو کې د نجات آخرنې لاره وه. او څنګه چې د نيویارک د ښار ګورنر David Petrson د سه شنبې په ورځ ويلې و، AIG يواځې يوه ورځ نور وخت لرې چې خپله لانجه حل کړې او که نه خپل افلاس به اعلانوې. دا چې د امریکې متحده ايالتونو مرکزې بانک په آخرنيو شيبو کې د AIG د نجات هڅه کړې، پخپله د AIG لپاره هم له انتظاره څخه لر ې خبره وه، ځکه د مخه هم د امریکې متحده ايالتونو حکومت او هم د هيواد مرکزې بانک ويلې و، چې نه غواړې د AIG يا کوم بل مالې موسسې سره نور مالې مرستې وکړې. په لمړې سرکې د امریکې متحده ایالتونو مرکزې بانک د Goldman Sachs او JPMorgen څخه د دې غوښتنه کړې وه چې د AIG د مالې بحران د مخنوې لپاره بايد ورسره مرسته وکړې. خو دغه پلان ځکه د ناکامې سره مخامخ شو، چې د AIG د اسهامو بيه د بهادارو اسنادو په بازار کې حتې په سلو کې نوې ته راټيټ شوې وو.

د AIG د شته منیو ارزښت د 1200 ملیاردو ډالرو په شاوخواکې اټکل کيږې
د AIG د شته منیو ارزښت د 1200 ملیاردو ډالرو په شاوخواکې اټکل کيږېانځور: picture-alliance/ dpa

د امریکې په متحده ايالتونو کې د يوې لنډې مودې په اوږدو کې دا دوهم ځل و، چې د امریکې د دولت له خوا د يوه سترمالې کانڅرن د افلاس مخه نیول کيږې. 9 ورځې د مخه هم د امریکې متحده ايالتونو حکومت دوو سترو مالې موسسو ته د 200 ملیاردو ډالرو په ورکولو سره دهغوې د افلاس مخه نیولې. خو په تيره اونې کې د امريکې متحده ایالتونو د حکومت په ستراتيژې کې بدلون راغې او د Investbank Lehman Brothers د کانڅرنه سره مالې مرسته ونکړه او دغه ستر مالې موسسه د افلاس سره مخا مخ شو.

دا چې ولې د امریکې متحده ایالتونو مرکزې بانک د AIG د بيمې د کانځرن سره مالې مرسته کړې او د دغه ستر کانڅرن د ورشکسته ګې يا افلاس مخه يې نیولې، علت يې دا بلل کیږې چې د دغه ستر مالې کانڅرن د افلاس اغيزې به نه يواځې د امریکې په متحده ايالتونو بلکې په نړيواله سويه ډيرې ناوړې اغيزې وې. او که چيرې دغې بیمې افلاس کړې واې نو د نړې په مالې بازارونو کې به يې منفې اغيزې ډیرې پراخې وای. د AIG په نامه د بیمې د دغه ستر کانڅرن له خوا ډيرنور بانکونه او موسسې بيمه شوې. د بیمې مانا دا ده چې که يوه موسسه له مالې يا کوم بل خطره سره مخامخ شې، نو تاوان به يې بيمه ورکوې خو که چيرې پخپله د مالې خطر سره مخامخ شې نو دا به هم په واقعی او هم له روحې پلوه د نړې په مالې بازارونو کې لويې ګډودې رامنځ ته کړې. د کانڅرن د شته منیو ارزښت د 1200 ملیاردو ډالرو په شاوخواکې اټکل کيږې.او هسې چې ويل کيږې د بیمې دغه شرکت د نړې په 130 هيوادونوکې 74 ملیونه مشتریان لرې.