1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا کانګرس د افغانستان څخه دامريکايي عسکرود وتلومخالفت وکی

۱۳۸۸ اسفند ۲۰, پنجشنبه

ددې پريکړي علت داؤ چي پرون د کانګرس 65 وکيلانو چي زياتره يې د ديموکرات ګوند غړي دي،د داسي يوه پريکړه ليک مسوده د نمايندګانو جرګې ته وړاندي کړه چي بايد له افغانستان څخه دامريکايي عسکرو دراايستلو په هکله يوه پريکړه وکړي

https://p.dw.com/p/MPR1
د امريکا کانګرس
د امريکا کانګرسانځور: AP

لکه څنګه چي درويټر دخبررسولو دآژانس په يوه رپوټ کی ويل شوی دي، دامريکي دمتحده ایالتونو دنمايندګانو جرګې په قاطع اکثريت سره د افغانستان څخه دامريکايي عسکرو دايستلوپه هکله ديوې پریکړی دکولو سره مخالفت کړيدی . ددې پریکړي علت داو چي پرون ددغه هیواد دنمایندګانو دجرګي 65 وکيلانو چی زياتره يي دامريکې دمتحده ایالتونو د دیموکرات ګوند غړي دی ،دداسي يوه پریکړه ليک مسوده دنمايندګانو جرګي ته وړاندي کړی وه چی بايد له افغانستان څخه دامریکايي وسله والو ځواکونو دايستلو په هکله دنمایندګانو جرګه يوه پریکړه وکړي . دغه مسوده دامريکي دمتحده ايالتونو دنمايدنګانو دجرګی دغړي Denis Kucinch له خوا جرګی ته وړاندي شوې وه او 65 نورو وکيلانوهم له دغي مسودې څخه پلوی کوله خو 356 نورو وکيلانو ددغه پریکړه لیک دمنلو سره مخالفت کړي . په دغه مسوده کی دامریکي دمتحده ایالتونو دولسمشر بارک اوباما څخه ددې غوښتنه کيده چی بايد 30 ورځي وروسته ، کله چي دغه پريکړه ليک ومنل شي له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو په ايستلوپيل وکړي .

د 65 وکيلانو په جمله کي چي له دغي مسودې څخه يې پلوی کړې ، 5 تنه جمهوریت غوښتونکي وکيلان هم شامل وه . داچي دغه مسوده په قاطع اکثريت سره دامریکي دمتحده ايالتونو دنمايدنګانو دجرګي له خوا رد شوې ، علت يی داو چي دديموکرات ګوند ډیر شمير وکيلانو هم دداسي يوې پریکړي سره مخالفت کړيدی . که څه هم دوی په افغانستان کی جګړې ته په انتقادی نظر ګوری، خو دوی ويلي دي چي دغه راز يو ه پريکړه به ډیره بي وخته او غير عملي کار وي . او له بله پلوه دوی دا استدلال هم کړی چی پخپله دامريکا دمتحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما غواړی چی سر د 2011 ميلادی کال دجولای دمياشتي څخه له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو په ايستلو پيل وشي .

داچي دامریکي دمتحده ایالتونو دنمایندګانو ‎په جرګه کي په لس هاو وکيلانو ددغه پریکړه لیک دمسودې څخه پلوي کړی ، پخپله ددې حقيقت ښکارندوی بلل کیږی ، چي په دغه هیواد کي دکانګرس دټاکنوڅخه مخکي چی دهمدې روان ميلادي کال دنومبر په مياشت کي کيږی ، دافغانستان او په عمومی ډول دجګړې دسیاست په هکله ديموکراتان سره هم عقيده ندی . او دداسي يوی مسودې په وړاندي کولو سره چي آمریکايي عسکر دی له افغانستان څخه ووځي ، دلمړی ځل دپاره دیموکراتانو ددغه هیواد په کانګرس کي په افغانستان کي دامریکایانو ماموریت په سوال کي راوړي . او داکار په داسي يوه وخت کي شوی چی اوباما افغانستان ته د30000 نورو عسکرو دلیږلو پریکړه کړې او دهلمند په ولايت کي دطالبانو پر ضد تعرضي عملیات شوي او ښايي دغه راز عملیات په نورو سیمو کي هم وشي .

کوم وکيلان چی له افغانستان څخه دامریکايي عسکرو دايستلو غوښتونکي دي ددوی استدلال دادی چی وايي چي ددغی جګړې څخه اته کاله تيريږي ، تراوسه په دې لاره کی ډيري پيسې لګیدلی دي،او یواځي 1000 تنه عسکر تر اوسه پوری په دغه جګړه کی وژل شويدی ، نو اوس ددې وخت را رسيدلی دی چی پر دغه جګړه باندی نوی نظر وشی .

آژانسونه /فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري