1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا ځانگړی ځواک عراق ته ورسېد

۱۳۹۴ دی ۲۴, پنجشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د ځانگړي ځواک نژدې ۲۰۰ عسکر د عراق له پوځ او کردانو «پېشمرگي» ملېشې سره د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه له پاره عراق رسېدلي. ۵۰ امريکايي عسکر په سوريه کي هم دي.

https://p.dw.com/p/1Hde7
انځور: Lucas Jackson/AFP/Getty Images

رويترز خبري آژانس د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر په حواله ليکلي دي چي د امريکا د ځانگړي ځواک يوه ډله عراق ته رسېدلې ده.

اشتون کارتر اعلان کړی دئ چي دغه مځکنی ځواک به د عراق له پوځ او کردي «پېشمرگي» ملېشې سره د تروريستي ډلي داعش پر وړاندي مبارزه کي مرسته وکړي.

پنتاگون د تيرکال په ډسمبر مياشت کي اعلان کړی وو چي عراق ته د ځانگړي ځواک د لېږلو تياری نيسي. د امريکا د دفاع وزير ويلي ول چي دغه ځواک به د عراق له حکومت سره په گډه په څو عملياتو کي چي په هغو د «يرغمل سوي کسانو آزادي، د داعش د مشران نيول او د هغوی پر خزو باندي يرغلونه شامل دي، برخه واخلي.»

کارتر د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۴مه) عراق ته د دغه ځواک له رسېدو سره سم وويل: «ځانگړی ځواک عراق ته ورسېد او د داعش د مشرانو په نيولو پيل سوی دئ.»

کارتر د دغه ځواک شمېر «نژدې ۲۰۰» بللی. امريکا په ۲۰۱۵م کال کي سوريې ته هم د ځانگړي ځواک ۵۰ سرتيري ولېږل. دغه عسکر په سوريه کي له هغو ډلو سره مرسته کوي چي د سوريې له رژيم او داعش سره جنگيږي.

د امريکا د دفاع وزير په سوريه کي د خپل ځانگړي ځواک عمليات «بريالي» وښودل او وئې ويل چي دغه سرتيري د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د مهمو څېرو په پيژندلو او د امريکا د هوايي بمباريو له پاره د نوو هدفونو په ټاکلو کي ډېر بريالي دي.

د امريکا د ځانگړي ځواک عسکر په داسي حال کي عراق ته رسېږي چي اوباما په وارو وار ويلي دي چي عراق ته به هيڅکله مځکنی ځواک ونه لېږي.

خو په امريکا کي د جمهوري غوښتونکي گوند غړي له داعش سره د مبارزې په برخه کي د اوباما د سياست مخالف دي او په دې برخه کي د اوباما کړه وړه «کمزوري» ارزوي.