1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په څو ښارونو کي پر پوليسو بريدونه وسول

آژآنسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۲۰, یکشنبه

په دالاس کي پر پوليسو د خونړي بريد وروسته په نورو ښارونو کي هم پر پوليسو بريدونه سوي دي. په دې ترڅ کي درې پوليس ژوبل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1JMRL
USA Dallas Polizei sichert Revier
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Merchant

د امريکا د متحده ايالاتو په دالاس ښار کي پر پوليسو د خونړي وسله وال بريد وروسته اوس د هيواد څو نورو برخو کي هم د پوليسو پر ضد له تاوتريخوالي کار اخيستل سوی دی.

د متحده ايالاتو د مينيسوټا ايالت په سانت پاول ښار کي د شنبې (د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۰مه نېټه) په ماخستن د ملکي حقونو له پاره د احتجاجونو تر څنګ د تاوتريخوالي پيښي رامنځ ته سوي دي. په دې ترڅ کي د پوليسو په وړاندي د تاوتريخوالي پيښي هم رامنځ ته سوي دي.

د ځايي پوليسو په وينا په دې ترڅ کي يې يو شمېر کسان نيولي هم دي. پوليسو په خپله ټويټر پاڼه کي ليکلي چي لږ تر لږه درې پوليس چارواکي په دغه تاوتريخوالي او اخ و ډب کي ژوبل سوي دي. د پوليسو په وينا پوليسو ته هغه وخت ژوبلي واوښتې کله چي ورباندي د آتشبازۍ توکي، ډبري او نور څيزونه وغورځول سول.

د «سټار ټريبيون» په نوم ورځپاڼي پر خپله انټرنټ پاڼه داسي انځورونه خپاره کړي دي چي پکښي معلوميږي چي احتجاج کوونکي د يو تړل سوي سړک په آخر کي د پوليسو پر مخامخ ولاړ دي. په دغه انځور کي ليدل کېدلای سي چي د اجتجاج کوونکو له منځ څخه جګ دود پورته کيږي. ورځپاڼي ليکلي چي پوليسو د اجتجاج کوونکو د دغې ډلي پر ضد د دود جوړونکو پټاکيانو څخه کار اخيستی دی. دغه احتجاجونه د «بلېک لايف مېټرز» يا د «تورپوستو ژوند مهم دی» سازمان له خوا سازماندهي سوي ول.

په عيني حال کي د لوی ښار سان انتونيو څخه داسي خبرونه رسېدلي چي ګواکي د پوليسو پر قومندانۍ باندي ډزي سوي دي. د پوليسو په وينا دغه ډزي د پوليسو د قومندانۍ پر ودانۍ لګېدلي او لږ تر لږه د مرميو يو پوچک موندل سوی دی. د يو ځايي تلويزيون «کې سېټ» له خوا د پوليسو په حواله ويل سوي چي د دغو ډزو په تور يو شکمن کس نيول سوی هم دی.

د امريکا په متحده ايالاتو کي د تازه احتجاجونه د هغه وروسته رامنځ ته سول کله چي پوليسو په دوو بيلو پيښو کي دوه تورپوستي امريکايان په ډزو ووژل. له دغو څخه يوه وژنه په مينيسوټا ايالات او بله په لوييزيانا ايالت کي رامنځ ته سوې وه. د پنجشنبې په ماخستن يو وسله وال کس په دالاس کي پر پوليسو ډزي وکړې چي پکښي درې پوليس ووژل سول. ډزي کوونکی يو تورپوستی امريکايي ؤ چي له سپينو پوليسو څخه يې احتمالا کرکه درلوده. دغه بريد کوونکی چي د افغانستان په جګړه کي يې د امريکايي عسکر په توګه هم دنده تر سره کړې وه، د پوليسو له خوا ووژل سو.