د امريکا په پوځ کي د ځان وژني پيښي ډيري سوي دي
۱۳۹۱ دی ۲۶, سهشنبهاعلان
امريکايي چارواکي وايي، چي د دغه هيواد په امنيتي ځواک کي د ځان وژني پيښي ډيري سوي دي. د امریکا د دفاع وزارت یوې ویاندي وویل، چي یوازي پروسږکال ۳۴۹ عسکرو ځانونه وژلي دي. د نظامي ورځپاڼي سټارس اینډ سټریپیس په حواله، په دې ډول په ۲۰۱۲ عيسوي کال کښي تر هغه چي عسکر په جنګي عملیاتو کښي ووژل سي، ډیرو پخپله ځانونه وژلي دي. د امريکايي عسکرو ځان وژنه له ډيره وخته راهیسي د امريکايي پوځ له پاره یو سرخوږی ګرزېدلی دی. زیادتره هغه عسکر چي ځانونه وژني د افغانستان او عراق په جنګو کښي شامل وه.