د امريکا په متحده ايالاتو کي د کانگرس دپاره ټاکني پيل سوې
۱۳۸۹ آبان ۱۱, سهشنبهټاکني په لومړي سر کي په نيويارک، انديانا، کينتوکي او ورجينيا ايالتونو کي د سهار پر وخت ۶ بجې پيل سوې.
ټاکني به ۱۴ ساعته وروسته، کله چي د السکا د ايالت وگړي خپلي رايي ورکړي پر ځايي وخت د شپې پر ۱۲ بجې پای ته ورسيږي.
په دغه ټاکنو کي چي د جمهوري رياست تر ټاکنو دوه کاله وروسته تر سرکيږي امريکايان د ولسي جرگې د پاره ۴۳۵ استازي ټاکي.
د امريکا د متحده ايالاتو په ۳۷ ايالتونو کي به نوي استازي ټاکل کيږي او سربيره پر دې به د ۵۰ ايالتونو څخه د ۳۷ ايالتونو لپاره نوي واليان هم ټاکل کيږي.
عامه پوښتني ښيي، چي په ټاکنو کي جمهوريت غوښتونکي مخکي دي. ددې دپاره چي جمهوريت غوښتونکي پر ولسي جرگې باند کنترول ولري ۳۹ چوکۍ بايد تر لاسه کړي.
او ددې دپاره چي په کانگرس کي اکثريت و اوسي د جمهوريت غوښتونکو د پاره په کارده چي د مشرانو په جرگه کي ۱۰ چوکي تر لاسه کړي.
د جمهوريت غوښتونکو په خبره دوی کولای سي چي د استازو په مجلس کي اکثريت تر لاسه کړي ولي په سنا مجلس کي د اکثريت د پاره به مبارزه ډيره سخته وي.
دغه راز د امريکا د متحده ايالاتو په ۳۷ ايالتونو کي د ټاکنو تر څنگ شاوخوا ۱۶۰ مسودې چي په هغو کي په کليفورنيا کي د چرسو د بوټي څکولو ته قانوي بڼي ورکول کیږي هم شامل دي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم