د امريکا په متحده ايالاتو کي د روسيې يوه شکمنه جاسوسه شبکه نيول سوې ده
۱۳۸۹ تیر ۸, سهشنبهاعلان
يو بل تن د تيښتي په حال کي دی. د دغوکسانوپر ځينو باندي تور لګول کيږي چي د کلونو راهيسي په امریکا کي جاسوسي کوي.
ددوئ دنده داوه چي دکلونو په تيرېدو سره امريکايي هويت غوره کړي ترڅو روسيې ته د امریکا د متحده ایالاتو په هکله معلوماتو ته لاس بری پيدا کړی.
ښايي دوئ په پام کي درلودل چي داسي کسان د ځانوسره په جاسوسۍ کي داخل کړي چي د امریکا د پريکړوپه جرګه ګيو کۍ کارکوي.
سربيره پردې په نيول سووکسانوباندي دتورو پيسو دسپينولو تور هم لګول کيږي.
که چير پر دوئ باندی دغه تورونه سابت سي دوئ ته تر25کالوپوري دبند ګواښ سته.
AG/ رحيله اميري
کتونکی. زيارمل