1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په بهرنيو چارو وزارت کي بدلونونه راغلي

۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/1768N

د رسنیو په حواله د لیبیا په بنغازي ښار کښي د وژونکي حملې په اړه د تحقیقاتي کمیسیون تر ډیر انتقادي رپوټ وروسته په واشنګټن کښي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت، په پرسونل کښي تغیرات راوستي دي. د CNN اوCBS ټلویزونو په حواله د دغه وزارت درو عالي رتبه مامورینو استعفا ورکړې ده. د هغې جملې څخه دوه هغه مامورین چي د بنغازي د ډيپلوماټانو د امنیت مسئولیت یې پرغاړه درلود. د دې دمخه یوه بېطرفه تحقیقاتي کمېسيون د بنغازي په قضیه کښي پر بهرنيو چارو وزارت باندي سخت انتقادونه سوي وه. په رپوټ کښي راغلي وه چي د بنغازي د امريکا د قونسلګری په دوو برخو کښي امنیتي خلاوي موجودي وې. د قونسلګرۍ امنیتي تدابیر ډیر لږ نیول سوی ول. په دغه حمله کښي د قونسلګرۍ ۴ ډيپلوماټان، له هغې جملې څخه پخپله قونسل کریستوفر سټیوینس هم ووژل سو.