د امريکا متحده ايالات او د برلين ديوال
۱۳۸۸ مرداد ۲۲, پنجشنبهاو څنګه چه د بين امللي حقوقو پر اساس د غربي برلين په حالت کښي تغير رانغلۍ ،نو د امريکا متحده ايالاتو هم په اول سر کښي په احتياط سره عکس العمل وښوۍ .
د امريکې له متحده ايالتونو سره د آلمان د فدرالي جمهوريت د نږدې اړيکو لړۍ، تر جگړې وروسته د دې هېواد لومړي وزير کونراد اديناور Konrad Adenauer ته رسيږي .
اديناور په 1954 ميلادي کال کې د امريکې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير جان فوستر دوليس John Foster Dulles ته په جرمني کې په دې ټکو سره هرکلی ووايه : « موږ خوښ يو، او زه پوهېږم چې د ټولو جرمنيانو په نامه سره غږېږم، چې په دې حساسو ورځو او اونيو کې، ده دا تکليف ايستلی او سره له خپلې زياتي مشغولا موږ ته راغلی دئ . خو ښکاري چې دا کار يې پرځای هم دئ : ډېر ښه اورپايان له امريکا څخه راځي .»
د 1960 ميلادي کال په پای کې امريکايانو جان اف کنيډي د خپل نوي مشر په توگه وټاکۍ . کنيډې لا د وفادارۍ لوړه نه وه کړې، چې د هغه وخت د آلمان د بهرنيو چارو وزير هنريښ فون برينتانو Heinrich von Brentano د امريکې او آلمان د اړيکو اهميت ته گوته ونيوله او ويې ويل:
«زه پوره باور لرم، چې د امريکې د نوي مشر کنيډې ټاکنه به د امريکې او آلمان په اړيکو کې نوی څپرکی يا فصل پرانيزي، خو په هېڅ ډول سره به له موجودو اړيکو څخه توپير ونه لري . »
څو مياشتې وروسته، د 1961 ميلادي کال د آگست د مياشتې په 13 نېټه ختيز برلين پيل وکړ چې ختيز آلمان له لويديزې نړۍ څخه بېل کړي . د برلين د دېوال جوړونه د دې پلان يوه برخه وه . شوروي روسيې او ختيز آلمان نه شوای کولی چې په بل ډول سره له ختيز آلمان څخه لويديز ته د کډوالو د تگ مخنيوی وکوي . يوازي د 1961 ميلادي کال په لومړيو 7 مياشتو کې له 150000 څخه زيات کسان له ختيز آلمان څخه وتښيدل . له هغه نه مخکې کالونو کې دا شمېر نږدې 3 مليونه وو. دا اکثر ښه تحصيل کړي او ځوانان وو چې له سوسيالست آلمان څخه وتلي وو.
اولسمشر جان اف کنيډې ته د برلين دېوال کوم جنگي علت نه درلود . ده د خپل موجوديت د ښکارونې په خاطر جنرال لوکيوس کلې Lucius Clay ، څوک چې له 1948 کاله څخه تر 1949 کاله پورې د برلين د هوايي کرښې اتل گڼل کېده او مرستيال اولسمشر لوندن ب جانسون Lyondon B. Johnson برلين ته واستول . کنيډې پخپله په کال 1963 کې د آلمان له اتحادي جمهوريت څخه کتنه وکوله . ده د جون د مياشتې پر 16 ورځ په برلين کې د Schöneberger د ښاروالۍ مخکې د زرهاوو کسانو او مينه والو په وړاندې د دېوال او آزادۍ په هکله وينا وکوله . ده په همدې ځای کې خپله تاريخي کلمه پر خوله راوړه چې:
«زه په وياړ سره وايم : زه يو برلينی يم . »
کنيډې وو چې برلينيان يې د امريکې له متحده ايالتونو سره پخلا کړل.
سوريچ / عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري