1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا متحده ايالاتو ته د کرزي د سفر په اړه د کارپوهانو نظرونه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو ته د ولسمشر حامد کرزي دغه سفر د تيرو سفرونو په پرتله د اهميت څخه ډک ګڼل سوی...

https://p.dw.com/p/NKuS
افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما سره د حامد کرزي خبري اتري په داسي حال کې په واشنګټن کي ترسره کيږي چې په دې وروستيو مياشتو کي د کابل او واشنګټن پر اړيکو د بې باورۍ فضا خپره سوي ده.

د کابل څخه د بارک اوباما د ليدني څخه وروسته د ولسمشر حامد کرزي لخوا په داسي حال کي چي د امريکا د متحده ايالاتو نوم يې نه اخيستی خو پر بهرنيانو يې تند لفظي ګوزارونه کول.

د سياسي چارو د کارپوهانو په اند د افغانستان دولت د ولسمشر کرزی او بارک اوباما ترمنځ د می د دوولسمي نېټې د خبرو اترو څخه ډيري تمي لري،خو ځيني کارپوهان دغو تمو ته د رسيدو په اړوند شک څرګندوي.

د سياسي چارو کارپوه اجمل سهيل وايي، چي د يوې خوا افغان ولسمشر په تيرو شپږو مياشتو کي د ښه حکومتوالۍ او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کي لاسته راوړني نه لري او د بلې خوا د امريکا سره د لفظي شخړو په بدل کې دې ته اړ دی، چي د امريکا چارواکو ته شين څراغ وروښيي .

د ولسمشر د وياند مرستيال حامد علمي رسنيو ته وويل، چي افغان دولت د دغو ليدنو کتنو څخه ډيري تمي لري. نوموړي وويل چي، افغان مشرتابه به د امريکايي چارواکو سره د سکټوري اقتصادي مسايلو او تروريزيم سره د مبارزې د څرنګوالي ترڅنګ د سولي د ملي مشورتي جرګې د امن د جرګې او د کابل د کنفرانس په هکله هم خبرې وکړي.

سياسي کارپوه او د ولسي جرګې غړی ببرک شينواری د کرزي سفر د اهميت څخه ډک ګڼي او وايي، چي د سفر مهموالی په دې کي دی، چي د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو اړيکي خړي پړي سوي دي .

اجمل سهيل وايي چي، کرزی غواړي د امريکا د چارواکو ملاتړ تر لاسه کړي خو د افغان دولت د مشرتابه شاليد ته په کتو سره، که چيري د ولسمشر کرزي پر نويو ژمنو اعتماد وسي دا به د امريکا لويه تيروتنه يي .

ببرک شينواری وايي چي، که چيري د بارک اوباما او ولسمشر کرزي د خبرو پايلي مثبتي وي په دې صورت کې به د افغانستان د سکټوري وزارتونو سره د امريکا د دولت د خوا د نوو مرستو ژمني ترلاسه سي.

د ځينو کارپوهانو په اند د کندهار په ولايت کي د پوځي عملياتو د تر سره کيدو په وړاندي د ولسمشر کرزي د مخالفت څرګندول او د دغو عملياتو د پيليدو په هکله د قومي مشرانو د هوکړي اخيستل يوه بله ننګونه ده چي د کرزي او ناټو تر منځ رامنځ ته شوې ده.

د واشنګټن خبري به دا روښانه کړي، چې د امريکا متحده ايالات به تر کومه حده د افغان دولت د مشرتابه څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي .

انور بری پال/ کابل

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل