1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د امريکا ستر بم په افغانستان کي ۳۶ داعشيان وژلي»

۱۳۹۶ فروردین ۲۵, جمعه

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي په ننگرهار کي د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستر بم د ترهگري ډلي داعش ۳۶ جنگيالي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2bE6j
USA Bombe GBU-43/B in Florida
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/US Air Force

د دفاع وزارت د جمعې په ورځ (۲۰۱۷م کال د اپريل ۱۴مه) ويلي دي چي په دې بريد سره د هيواد په ختيځ کي د افراطيانو «ستراتيژيک» پټنځای او ترمځکي لاندي د ژور پېچلي تونلونه له منځه تللي دي.

دوی زياته کړې ده چي په دې بريد کي ملکي وگړو ته تاوان رسېدلی نه دئ.

د ننگرهار چارواکو ويلي دي چي بريد د اچين ولسوالۍ په مامند درې سیمه کي د داعش پر پټنځای سوی دئ او په سيمه کي د دې ډلي مشهور کورني او بهرني مشران وژل سوي دي.

د دوی په خبره دغه سيمه چي د «بمونو مور» پر غورځوله سوې ده، هر وخت چي د عملياتو پر مهال دوی ور ورسېدل د داعش له ډېر سخت مقاومت سره به مخامخ سول او بيرته به ئې پرشا تگ کاوه.

پنتاګون د پنجشنبې په ورځ تائيد کړې ده چي ځواکونو ئې په لومړي وار په افغانستان کي د GBU-43 ډوله بم چي د «بمونو مور» هم ورته ويل کيږي استعمال کړی دئ.

دغه بم چي تر۸۰۰۰ کيلوګرامه زيات چاودېدونکي مواد پکښې کار سوي او د ۱۱ ټنه TNTمعادل زور لري، د امريکايي ځواکونو تر ټولو ستر نه اټومي بم بلل کيږي. يوازه روسيه تر دې لږ غټ بم لري.

دغه بم (GBU-43) په ۲۰۰۳م کال کي تر پراختيا وروسته د امريکايي رسنیو په حواله تر اوسه پوري په يوه جګړه کي استعمال سوی نه وو. د دغه بم د استعمال موضوع جنجالي ده.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاګون) د معلوماتو له مخي دغه بم د افغانستان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي د ترهګري ډلي داعش پر يوه تونل باندي د جنګي لوتکي له لاري غورځول سوی دئ. دوی زياته کړې ده چي د بم غورځولو موخه په سيمه کي د امريکايي او افغان ځواکونو له پاره د خطر او تروريزيم د زيانونو لږول ده. امريکايي ځواکونه اوس د دغه بم تاوانونه څېړي.