د امريکا ريپبلکن ګوند به نن خپل کانديد جان مېکېن د اولس مشرۍ کانديد وټاکي
۱۳۸۷ شهریور ۱۱, دوشنبهتېره اونۍ د ډېموکراټ ګوند ستره ګوند غونډه تر سره سوه چي پکښي په رسمي توګه باراک اوباما د اولس مشرۍ لپاره کانديد کړل سو.
د امريکا ريپبلکن ګوند به نن خپل کانديد جان مېکېن په رسمي توګه د اولس مشرۍ کانديد وټاکي. دو اويا کلن جان مکېن چي د اريزوناايالت والي هم دی، پدې توانېدلی و چي په خپل ګوند کي د نورو کانديدانو څخه مخ ته سي. جان مکېن به نن د ګوند په ستره غونډه کي د اولس مشرۍ د ټاکنو لپاره د خپل ګوند تګلاره وړاندي کړي. نوموړی به نن د الاسکا ايالت څلورڅلوېښت کلنه ګورنره سارا پالين هم و ګوند ته ورپېژني. که جان مکېن د اولس مشرۍ ټاکنې وګټي نو سارا پالين به يې ځای ناستې اولس مشره وي.
داسي وړاند وينې سوي چي جان مکېن به کوښښ وکړي چي په ننۍ غونډه کي د اوسني اولس مشر جارج بش څخه خپل توپير په ګوته کړي. اولس مشر جارج ډبليو بوش هم د ريپبليکن ګوند سره تړاو لري.
جان مکېن نه غواړي چي خلک دا فکر وکړي چي که نوموړی اولس مشرسي نو دی به د بوش و پاليسيو ته دوام وکړي. که دی پدې وتوانيږي چي خلکو ته دا احساس ورکړي چي د ده د حکومت وخت به د بوش د حکومت سره توپير ولري، نو ښايي يوازي هغه وخت تعدله خوښونکي او آزادپاله امريکايان د ته رايه ورکړي.
د سپيني ماڼۍلخوا کومک د جان مکېن لپاره ډېر ضروري ندی. تر هغه نه زياته مهمه خبره د اولس مشر د ځای ناستي د کانديد ټاکنه وه، د کوم په ترڅ کي چي جان ميکېن يوه څلورڅلوېښت کلنه ښځه سارا پالين ټاکلې ده. داچي ايا د سارا پالين ټاکنه ښه پرېکړه وه که نه ښايي وخت وښيي. کېدلای سي چي د محافظه کاره ساراپالين د کانديدۍ له وجې ډېري ښځي او په همدې ډول زيات مذهبي خلک جان مکېن ته رايه ورکړي.
خو له بلې خوا سارا پالين د يوه ليري پرته ايالت الاسکا مشرتابه په لاس کي لري او د نړۍ وال سياست په هکله ډېره تجربه نه لري. دا که د اړتيا پر وخت نوموړې د جان مکېن پر ځای د اولس مشري په توګه کښيني نو ايا دا به وکولای سي چي د اولس مشرۍ دنده په سمه توګه تر پايه ورسوي؟
سارا پالين د ژورناليزم په ډګر کي لوړي زدکړي کړي دي او د رسنيو په ډګر کي پياوړې ده، خو نوموړې د اقتصادي موضوعاتو په هکله زياته وړتيا نه لري.
د جان ميکېن د کانديدۍ سره يوه بله ستونزه هم تړلې ده.هغه دا چي د ريپليکنانو په آند بايد ماليې کښته وساتل سي او اقتصاد خپل سرته پرېښودل سي. دوی پدې باور دي چي آزاد بازار به په خپله د خپلو ستونزو په هوارۍ کي بريالی سي او هغه پداسي حال کي چي د کلونو راهيسي د امريکا اقتصاد د ستونزو سره مخامخ دی. د منځنۍ طبقې سره تړاو درلودونکي سپين پوسته امريکايان چي د کور او کورنۍ څښتنان دي ، هغه امريکايان دي چي ريپبليکن ګوند ته رايه ورکوي او د ريپبليکن ګوند لپاره ډېر مهمه دي. خو په امريکا روانې اقتصادي ستونزې دغه ډله امريکايان خوابدي کړي دي، ولي چي دوی د روان اقتصادي کړکېچ قربانيان دي.
دامريکا پخواني اولس مشر بل کلنټن يو وخت ويلي وه چي د اقتصاد پوښتنې تر هر څه نه مهمي پوښتنې دي. ښايي د نوامبر په څلورمه نېټه همدغه د اقتصاد پوښتنې د اولس مشرۍ د ټاکنو د ګټلو يا بايللو سبب وګرځي.