1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د متحده ايالتونو د رياست جمهورۍ د ټاکنو په اړه د افغانانو هيلی

دوکتور صميمي۱۳۸۷ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالتونو درياست جمهورۍ د ټاکنو لپاره اوس دری کسه کانديدان پاتی شويدی۰ دوه کسه د ديموکرات له ګوند څخه چی سناتور ‌بارک اوباما اوسناتوره هلری کلينتن، اود جمهوريت غوښتونکی ګوند سناتور جان مک کين دی۰

https://p.dw.com/p/Dm49
په سلو کی ۵۷ پوښتل شويو کسانو د ديموکراتانو دوه کانديدان ښا غلی اوباما اومير من هلری کلينتن پيژندل.
په سلو کی ۵۷ پوښتل شويو کسانو د ديموکراتانو دوه کانديدان ښا غلی اوباما اومير من هلری کلينتن پيژندل.انځور: AP

د آمريکا د متحده ايالتونو د افکا رو د معلومولو يوو استيتوت د مارچ او اپريل په ميا شتو کی د دی لپاره چی آیا افغانان د آمريکا د متحده ايالتونو کانديدان پيژنی اوکنه، د خلکو د نظر پوښتنه وکړه چی : دوی د کومی اويا کوم کانديد په پلو دی ۰ د نظر پوښتلودغه انسيتوت چی ، سنليس کونسيل نوميږی له ۳۸۸ افغانانو څخه ۵ پوښتنی کړيدی۰ د دی نظر پوښتلو پايله د حيرانتيا وړ ده۰

څه ناڅه په سلو کی ۷۰ پوښتل شويو کسانو د آمريکا د متحده ايالتونو دراتلونکو ټاکنو په اړه معلومات درلود.

په سلو کی ۵۷ پوښتل شويو کسانو د ديموکراتانو دوه کانديدان ښا غلی اوباما اومير من هلری کلينتن پيژندل، پداسی حال کی چی د جمهوريت غوښتونکو کانديد جان مک کين ډيريو، نه پيژانده۰ په سلو کی ۶۹ تنو سناتور اوباما پيژانده اود هغه په پلو وو۰اوميرمن کلينتن په سلو کی ۲۶ کسو او سناتور مک کين يوازی په سلو کی ۵ تنو پيژانده اودهغه په پلو ي يي کوله۰د دی علت چی پوښتل شوی کسان د سناتور اوباما پلوی کوی د ده د پوستکی رنګ او دا دی چی د ده پلار او نيکونه مسلمانان وو۰ د پوښتل شويو کسانو ډيریو، د ده ښه سياست ياداوو اوويلی يي چی پده کی، داتوان وينی چی په افغانستان کی سوله راولی ۰ دمثال په ډول يو پوښتل شوی کس وايی: » د اوباما سياست ښکاره دی۰ که جمهور رييس شی افغانستان ته به مرسته وکړی « ۰

پوښتل شويو کسانو اوباما ته دوړاندی والی دورکولو لامل « سوله» وبلله اوپوښتل شويو کسانو له خپله نظره هغو کانديدانو ته علاقه ښودله چی: د هندوکش دهيواد کشاله پای ته ورسوی.

د امريکا د متحده ايالتونو د راتلونکی جمهوررييس په اړه د پوښتل شویو افغانانونظر سړی په لنډ ډول داسی خلاصه کولای شی چی: افغانستان ته په بيارغونه کی مرسته وشی ۰ او بهرنی ځواکونه بايدله افغانستان څخه ووزی ۰ د مثال په ډول یوو پوښتل شوی چا چی د لښکر ګاه د ناکراره ولايت هلمند له مرکز څخه دی ويلی دی : « په افغانستان کی فابريکی جوړی کړی اوخلکو ته يي کار پيداکړۍ».