1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د متحده ايالاتونو او پاکستان تر منځ د مناسباتو په هکله انتقادي څرگندونې

۱۳۸۵ اسفند ۸, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتونو د نظرياتو د جوړلو ټولنې يعنی د نړيوال سياست د مرکز د آسيا د پروگرام مشر زيلگ هريسون په International Herald Tribune مجله د فبروری د درويشتمې په گنه کښې د يو مضمون په ترڅ کې د امريکا د متحده ايالاتونو او پاکستان تر منځ د مناسباتو په هکله ډيری انتقادي څرگندونې کړيدی.

https://p.dw.com/p/DKFG
يوه پاکستاني کورنۍ د امريکا د ولسمشر بوش وينا په ټلويزيون کې گوری
يوه پاکستاني کورنۍ د امريکا د ولسمشر بوش وينا په ټلويزيون کې گوریانځور: AP

د ده په نظر د امريکا د متحده ايالاتونو حکومت سره له هغه چې د دی لپاره ښکاره اسناد او ثبوت لری، چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوی. سره له هغه يي هم د پاکستان حکومت تر فشار لاندی ندی نيولای. خو اوس د امريکا د متحده ايالاتونو وار دی. دغه کانگرس غواړی چې اقتصادي، مالي او پوځي مرستو ته د ځنی شرطونو له اښودلو سره د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې د طالبانو د اډو تړلو ته اړ کړی.