د امريکا د خارجه وزير معاون برنس سوريې ته تللی دی
۱۳۸۸ بهمن ۲۸, چهارشنبهاوباما مخکې له مخکې دا خبره کړې ده - چې د اولسمشر په توگه به له ايران او سوريې سره تماس نيسي . له تهران سره دا کار ستونځمن دی، خو له دمشق سره څرگند پرمختگ شوی دی . د کانگرس غړي بې شمېره ورغلي، د نږدې ختيز دپاره د امريکې د متحده ايالتونو ځانگړی استازی جورج ميشل درې ځله او اوس هم د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال برنز له اولسمشر بشر الاسد سره . علاقه او ليوالتيا دوه اړخيزه ده - سوريه هم د امريکې متحده ايالتونو ته اړه لري.
دلته سمير سيفان په انگريزي ژبه څرگندوي : (د امريکې متحده ايالتونه کليدي رول لوبولي، که چېرته خبره په نږدې ختيز کې له صلحې څخه وي .)
سمير سيفان په دمشق کې سياسي او اقتصادي صلاحکار دی، د امريکې متحده ايالتونه ډېر ښه پېژني او د اوباما له راتگ سره واشنگټن ته هم تللی دی . د سوريې هدف دا دی چې : چې په 1967 ميلادي کال کې د اسرائيلو لخوا نيول شوې د گولان لوړی بېرته لاس ته وروړي . په دې برخه کې هم خبری اتری لکه د صلحي ټوله پروسه له هم هغه لومړي سر راهيسې په ټپه ولاړی دي . اوس سوريه او امريکه دواړه غواړي دا حالت بدل کړي .
بيا هم سيفان:
(سوريې په وار وار ويلي دي، چې د صلحې خبرو ته چمتو د ه. خو اسرائيل يې نه غواړي . همدا موضوع د سوريې او اسرائيلو تر منځ اصلي رول لوبوي .»
د امريکې مشر په نږدې ختيز کې برياليتوب غواړي . خو سوريه - کوم چې د امريکې مخکيني مشر جورج بوش ته يو شراچوونکی هېواد وو- مخکې له مخکې مثبت گامونه پورته کړيدي : يعنی له لبنان سره پخولاينه، دې ته چمتووالی چې د عراق په ثبات، او هم د اسرائيلو او فلسطنيان ترکت د لانجې په سړولو کې مرسته وکوي . په بدله کې واشنگټن دې ته تيار دی، چې وروسته له پنځو کالونو نه بېرته خپل سفير دمشق ته واستوي، کوم چې اولسمشر بوش، د لبنان د لومړي وزير رفيق حريري په خون کې د سوريې د لاس درلودلو په تور ترې ورغوښتی وو. اوس به رابرت فورډ دمشق ته د سفير په حيث ځي . هغه د لانجمنو سيمو د کارپوه په توگه مشهور دی، روانه عربي وايي او اوس اوس په بغداد کې د امريکي د سفير مرستيال دی.
د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال برنز د امريکې او ليبيا تر کت د اړيکو نورمالوونکی بلل کيږي . په دې باره کې سمير سيفان له زياتو هېلو درلودلو څخه گواښ کوي او وايي:
(موږ هيله لرو چې د امريکې سفير ډېر ژر راشي . هنوز ورته سترگي په لارو يو . تر اوسه پوری ډېر بدلون نه دی راغلی - يواځی ژمنی او هوډونه شويدي . مگر له اصلي پايلو څخه سوريه تر اوسه پورې راضي نه ده .)
پر سوريه باندی تر اوسه پوری بنديزونه شته، مگر گوښيتوب يې ورو ورو له منځه تلونکی دی . د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ پر 16 نېټه د چک مرستيال لومړی وزير، د چهارشنبې په ورځ برنز، د جمعې په ورځ به د فرانسې لومړی وزير او اطريش د بهرنيو چارو وزير ورځي، بله اونۍ د سويډن مشر او بله مياشت د ايطاليې اولسمشر ورتلونکي دي - ټول غواړي اسد ته ورشي.
مگر جرمنيان؟ دوی خو هسی هم تل د دولت معين برند فافين باخ ورليږي . نوموړی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د سوريې او آلمان يوه شريکه اقتصادي جرگه گۍ پرانيزي.
سوريه د گولان پر لوړو سربېره د خپلو خلکو د پاره ښه ژوند هم غواړي . د هغه هېواد له 20 مليونو وگړو څخه دريمه برخه د ورځی له دوو ډالرو څخه په کمو پيسو گذاره کوي.
سڅابو/ عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري