1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د بودجې پر سر موافقه

عبدالباري حکيم (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه

تر مياشتو او اونيو ناندريو وروسته بالاخره سپنه ماڼۍ او جمهوري غوښتونکي د زاړه ميلادي کال په وروستيو شيبو کي د بودجي په شخړه کي يوې موافقي ته سره ورسېدل.

https://p.dw.com/p/17BqH
انځور: picture-alliance/ Photoshot

خو دغه موافقه هغه وخت قانوني بڼه پيدا کوي چي د متحده ايالاتو کانګرس يې تصويب کړي، که نه نو دغه هيواد په اصطلاح د بودجې له «مالي پاڼ» څخه نشي بچېدای.

د متحده ايالاتو د ديموکرات ګوند د سرچينو د ويناو له مخي د دوشنبې په ورځ د «مالي پاڼ» د ضرب الاجل تر پاي ته رسيدو لږ مخکي د ولسمشر بارک اوباما حکومت او اپوزيسيون، جمهوري غوښتونکي د بودجي په شحړه کي روغه جوړه سره وکړه.

«مالي پاڼ» چي په انګريزي ژبه ورته «فيسکال کليف» وايي په دې معنی چي که چيري د متحده ايالاتو حکومت او په کانګرس کي موجود ګوندونه پر بودجې باندي موافقه ونه کړي، له قانوني لحاظه د متحده ايالاتو دولتي لګښټونه بايد را کښته او ماليات د ټولو امريکايي وګړو له پاره، که شتمن دي او که متوسطه طبقه او که بې وزلي دي، لوړ شي. دا هغه يو څه دي چي هيڅ يو اړخ يې معمولاً نه غواړي.

د ديموکراتانو د يو لوړ پوړي چارواکي د وينا له مخي د ولسمشر مرستيال، جو بايدن او په سنا کي د جمهوري غوښتونکو له مشر، ميچ ميک کونيل موافقه وکړه چي د شتمنو امريکايانو ماليه لوړه کړای شي.

هغه زياته کړه چي دواړو په دې هکله هوکړه وکړه چي تر دو مياشتو پوري د بشپړ دولتي لګښتونو کمول منجمد کړي. که چيري دغه تصميم نيول شوی نه وای په همدې اوونۍ کي بايد د دفاع وزارت او دغه راز د فدرال د ټولو ادارو لګښتونه راکښته شوي وای.

د وروستي رپوټ له مخي د سنا مجلس دغه موافقه منلي ده، خو د کانګرس بله جرګه يعني د استازو مجلس هم بايد موافقه ورباندي وکړي او د هغوی له خوا هم تصويب شي.

د امريکا بودجوي ناندرۍ لا پاي ته نه دي رسيدلي

د متحده ايالاتو د استازو په مجلس کي د جمهوري غوښتونکو يو مخکښ استازي وويل چي «تر دې مخکي داسي ويل شوي ول، چي امريکا متحده ايالات به د نوي ميلادي کال تر پيل پوري بريالي نه شي چي خپله بودجوي شخړه پاي ته ورسوي.» هغه زياته کړه په همدي وجه د استازو د مجلس غړي ونه توانيدل چي د دوشنبې په ورځ په دې اړه د يوې قانوني مسودې پريکړه وکړي.

په همدي وجه به نوموړي استازي نن سه شنبه (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۱) غوڼده وکړي او د حکومت او اپوزيسيون تر منځ پر روغي جوړي باندي به غور او خپله پريکړه صادره کړي.

د کانګرس له خوا وروسته د کړنلاري تصحيح؟

دا چي د استازو مجلس لا تر اوسه دغه موافقه تصويب کړې نه ده، په رسمي توګه امريکا له بدوجوي لحاظه «فيسکال کليف» يا «مالي پاڼ» ته لوېدلې ده: معني دا چي د نوي ميلادي کال له پيل سره له قانوني لحاظه دولتي لګښتونه راکښته شول او ماليات لوړ شول. خو کانګرس کولای شي چي وروسته بيا موافقه وکړي، چي لوړي شوي ماليي او راکښته شوي لګښتونه بيرته لغوه کړي. په سنا کي د جمهوري غوښتونکو مشر، ميچل ميک کونيل خوشبينه دی چي دا کار به وشي.

سره بير پر دې دغه بودجوي اقدامات سمدلاسه کومه اغيزه نه لري. دا ځکه چي د نوي کال لومړۍ ورځ رخصتي ده او د کانګرس غړي يو بله ورځ هم وخت لري چي د «مالي پاڼ» په شخړه کي د حل يوه لاره پيدا کړي.

دا چي د نوي ميلادي کال په لومړۍ ورځ مالي او د اسعارو بازارونه د رخصتۍ له امله تړلي دي، نو د کارپوهانو د وينا له مخي د متحده ايالاتو دغه بودجوي کړکيچ سمدلاسه منفي اغيزې ښايي ونه کړي.

د ګوندي ګټو په پام کي نيول

د مالي پاڼ د ضرب الاجل تر پای ته رسيدو وروسته ښايي د يوې هر اړخيز موافقې له پاره ښه امکانات برابر شوي وي: معنی دا چي د نوي کال له پيل سره په اتوماتيکه توګه ماليات د ټولو امريکايي وګړو لپاره لوړ کړای شول، ښايي ديموکراتان د شتمن خلکو له پاره لوړ شوي ماليات خوندي وساتي، پرته له دي چي د جمهوري غوښتونکو موافقه تر لاسه کړي. دا د هغوی غوښتنه وه. تر هغه وروسته دواړه اړخونه کولاي شي چي د منځنۍ طبقې له پاره د مالياتو پر سر له سره يوې موافقې ته ورسيږي.