1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ټایلنډ ته رسېدلی دی

۱۳۹۱ آبان ۲۸, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16lBa

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، نن د یکشنبې په ورځ تایلند ته رسیدلای دی. د دویم ځل له پاره د متحده ایالاتو د ولسمشر د ټاکل کیدو وروسته کوم دا د هغه کوم بهرني هیواد ته لومړنۍ سفر دی. اوباما غواړي چې د تایلند څخه وروسته د برما او کامبوجیا هیوادونو ته هم سفر وکړي.

برما ته د بارک اوباما سفر د ولسمشر تین سین تر مشرۍ لاندې د دموکراسې د بهیر په رسمیت پیژندلو سره هم پرتله کیږي. پر دې سربیره به بارک اوباما د سه شنبې په ورځ د جنوب ختیځ آسیایي هیوادونو د ټولنو په یوه سرمشریزه کې چې په کامبوجیا کې ترسره کیږي، هم گډون وکړي. بارک اوباما به په دغه ځای کې د سیمې د ټولو هیوادونو د مشرانو په شمول د چین د دولت مشر وین جیابو، سره هم وویني.