1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا بهرنیو چارو وزیر مسکو ته تللی

۱۳۹۶ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

د یوه سوداگر په توگه هغه له کریملین سره نژدې اړیکي ساتلې، خو د بهرنیو چارو د وزیر په توگه پر روسيې باندي انتقادونه کوي. په سوریه کي د امریکا تر راکټي حملې پنځه ورځي وروسته اوس ریکس تیلرسون مسکو ته سفر کړی.

https://p.dw.com/p/2b2Ce
USA Befragung Senat - Rex Tillerson, designierter Außenminister
انځور: Reuters/K. Lamarque

مسکو ته له رسیدو سره سم د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير ریکس تیلرسون، په سوريه کي د روسيې پر رول باندي انتقاد وکړ او ویې ویل چي «یا د روسيې حکومت قادره نه دی او یا تیره اونۍ په ادلیب ولایت کي د زهرجن گاز په حمله کي شریک دی.»

داسي الفاظ چي د هغه روسئ سیال یې په قهر کړی دی. تر دغو نیوکو وروسته نو که نن د سه شنبې په ورځ تيلرسن او سرگي لاوروف په مسکو کي سره وويني، د څشي تمه کیدلای سي؟ د ځینو کارپوهانو په نظر به هغه حتمي د خړي پړي فضأ او اړیکو د بیرته ساړه کیدو په معنی نه وي.

په واشنګټن کي د کیټو انستیتوت غړی ایما اشفورد وایي، چي «پر مسکو باندي د تیلرسن سخت انتقاد کیدلای سي په مسکو کي د امریکا له اجنډا سره مرسته وکړي. طبعأ په سوریه کي د امريکا هوايي بمباريو د امریکا-روسیې مناسباتو ته زیان ورساوه، خو هغه روسيې او نورو هیوادو ته داسي یو ښکاره پیغام هم دی، چي واشنګټن ډیر زیات دې ته اهمیت ورکوي چي د سوريې په داخلي جنگ کی څه تیریږي».

روسان به یې اوس ډیر دقیق واوري

په اوکراین کي د امريکا متحدو ايالاتو پخوانئ سفیر او د اتلانتیک په نوم انستیتوت کارپوه عین نظر لري او وايي: «همدا یوه اوونۍ دمخه لا مسکو له دې څخه هیڅ اندیښنه نه لرله، چي د امریکا حکومت به داسي اقدامات وکړي، چي د روسيې علاقه مندیو ته تاوان ورسوي. خو اوس دغه حالت بدل سوی دی.»

د امريکا متحدو ايالاتو نظامي حملې په سوريه او ټول منځني ختیځ کي د روسیې دریځ ضعیفه کړ. هغه زیاتوي، چي روسان په اندیښنه کي دي او ریکس تیلرسون ته به اوس سم غوږ ونیسي، چي واشنګټن په سوريه کي واقعأ څه غواړي.