1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا استازی: اروپايان دې په افغانستان او عراق کې هلې ځلې زياتې کړي

۱۳۸۵ بهمن ۴, چهارشنبه

د امريکا متحده آيالات له اروپايانو څخه په عراق او افغانستان کې د لا زياتو هلو ځلو غوښتنه کوي. دا په آلمان کې د امريکا د سفارت د استازي جان کونيگ څرگندونې دي چې د يوې الماني ورځپاڼې سره په مرکه کې يې کړې دي.

https://p.dw.com/p/DKFd
د امريکې سفارت په برلين کې
د امريکې سفارت په برلين کېانځور: AP
له آلمان څخه عراق ته د پوځونو د استولو غوښتنه نه کېږي خو متحده آيالات له اروپايانو څخه د بيارغاونې او د امنيتي ځواکونو په روزلو کې مرسته غواړي. په افغانستان کې ښايي چې د پسرلي په رسېدو سره به د طالبانو بريدونه هم پسې زيات شي.
د دې پر ځای چې آلمان د افغانستان جنوب ته عسکر واستوي دوی د کونيگ په وينا کولای شي چې په نورو برخو کې مرسته وکړي. کونيگ د افغانستان په شمال کې د آلمانيانو فعاليت وستايه او ويې ويل چې ځينې دغه ډول پروژې د ټول هېواد په کچه هم عملي کېدای شي.