«د امريکايي ځواکونو هوايي بريد ۸ افغان پوليس وژلي»
۱۳۹۵ شهریور ۲۹, دوشنبهد افغان پوليسو يوه قوماندان او له بريده يوه ژندي وتلي پوليس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د سپتمبر ۱۹مه) فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه پېښه د يکشنبې په روځ په روزگان ولايت کي رامنځ سوې ده.
خو په کابل کي د ناټو ځواکونو د قوماندې مرکز دغه معلومات تائيد کړي نه دي خو د يوه «مخامخ گواښ» په صورت کي ئې «د خپل ځان د دفاع حق» ته اشاره کړې ده.
په روزگان کي د افغان پوليسو قوماندان رحيم الله خان ويلي دي: «په لومړي هوايي بريد کي يو پوليس ووژل سو، خو کله چي نور پوليس د هغه مرستي ته ورغلل، دوهم هوايي بريد پرې وسو او ۷ نور پوليس هم ووژل سول.»
له دغو بريدونو څخه يوه ژوندي وتلي پوليس محمد صديق ويلي دي: «پر دوی باندي هغه مهال هوايي بريدونه وسول چي دوی له طالبانو سره په «لاس په لستوڼي» جگړه بوخت ول.
د روزگان د ولايتي شورا مشر محمد کريم خادمزی بيا ويلي دي چي پر افغان پوليسو باندي «په خپلو پوستو» کي بريدونه سوي دي.
په کابل کي د ناټو د قوماندې مرکز ويلي دي چي په ياده سيمه کي امريکايي جنگي الوتکو داسي کسان په نخښه کړي چي افغان امنيتي ځواک ته گواښ ول.
د ناټو وياند چارلز کليولند ويلي دي: «موږ تر اوسه پوري په دې اړه چي دا به نور څوک ول، څه نه سو ويلای.»
نور مطالب