1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الیپو د ستر ښار پر سر پریکړنه جګړه

۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعه

په دمشق کې لا تر اوسه پورې بشارالاسد حکومت کوي. خو د سوریې په ستر تجارتي ښار الیپو کې حکومت پلوي پوځ او یاغیان د یوې احتمالي پریکړنې جګړی له پاره تیاري نیسي.

https://p.dw.com/p/15fS8
انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سوریې دغه ښار ښایي ډیر ژر د جګړې په یو سخت ډګر بدل شي. په عین وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د سوریې په دغه دوم ستر ښار کې د «عام قتل» خبرداری ورکړی دئ.

عربي تلویزوني رپوټونو په الیپو کې د ټانکونو او توپونو او نورو داسې پوځي نقلیه وسایلو انځورونه ښکاره کړي دي. د عیني شاهدانو د وینا له مخې د نوموړي ښار جنوبي برخه د جنګي څرخي الوتکو له خوا تر بمبارۍ لاندې نیوله شوې ده. د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دي چې د جمعې او د شنبې په ورځو به په دې ښار کې ستر پوځي عملیات وشي چې د حکومت په حواله دا «ښار د ترهګرو له پاتې شونو څخه پاک شي.» د بشار الاسد رژیم د حکومت وسلوال مخالفین ترهګر بولي.

د سوریې د اپوزیسیون ازادي بخښوونکي پوځ ویلي دي چې په تیرو ورځو کې د الیپو په ښار کې د هغوی د جنګیالیو شمیر ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شوی دئ چې د ښار د مرکزي برخو دفاع وکړي. دغه سیمې له یوی اونۍ راهیسې د یاغیانو لاس ته لویدیلي دي.

د سوریې دولتي تلویزیون د خپلو سرتیرو هغه انځورونه ښکاره کوي چې په غالب ګمان په پلازمینه دمشق کې د یاغیانو پر ضد په عملیاتو بوخت دي. یو سر تیری وایی: «ولسی وګړو موږ ته بلنه راکړه چې هیواد د ترهګرو او وسلوالو ډلو له منګلو وژغورو.»

خو دولتی پروپاګند په دې هکله چوپتیا غوره کړې ده چې نه یوازې په الیپو او بغداد کې جګړه روانه ده، بلکه د سوریې د بشري حقونو د فعالینو د وینا له مخې د حمص، ادلیب او دیرازور کې هم نښتې شوې دي. کابو په ټول هیواد کې د رژیم څرخي الوتکې په عملیاتو بوختې دي او پر کورونو باندې هوایی بمبارۍ کوي. د حکومت بریدکوونکي ټولګي جوماتونو ته نزدې ځای پر ځای شوي دي چې د جمعې له لمانځه څخه وروسته د احتجاجونو مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې په سوریه کې زورزیاتی روان دئ، ملګرو ملتونو هغه تورونه رد کړي دي چې د خپل څارنې له ماموریت څخه ئې لاس اخیستی دئ. د چهارشنبې په ورځ د څارونکي ماموریت ۴۰۰ غړي له سوریې څخه ووتل. د سوریې د سولې د ماموریت د چارو مسئول هیروي لادسوس، په دمشق کې څرګنده کړه چې دغه ماموریت لا ختم شوی نه دئ:

«داسې نه ده چې ملګري ملتونو خپل بار او بستره تړلې ده. د جون په نیمایي کې وروسته له هغه چې زموږ ماموریت د امنیتي ملا حظاتو له امله له ګواښ سره مخامخ شو موږ دې نیتجې ته ورسیدو چې د هغه لږ څه له پاره چی دلته ئې سر ته رسوو زموږ شمیره لوړه ده.»

د نوموړي د وینا له مخې ملګري ملتونه هڅه کوي چې د کړکیچ له پاره د حل لاره پیدا کړي. خو رښتیا خبره دا ده چې د سیاسي حل له پاره کومه نخښه نښانه نه لیدل کیږي.

دویچه ویله/ عبدلباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش