د الکترونیکي محصولاتو د نړیوال نندارتون انځورونه
د الکترونیکي محصولاتو نړیوال نندارتون (CES) سږ کال د امریکا متحده ایالاتو په لاس وګاس کې د نویو تخنیکي سامان الاتو د معرفي کیدو کوربه دی.
د امریکا په لاس وګاس کې د الکترونیکي محصولاتو نړیوال نندارتون
د دغه نندارتون دروازې د ۲۰۱۷ م کال د جنوري میاشتې له ۵ څخه تر اتمې نیټې د مينه والو پر مخ خلاصې دي
د کمپیوټر په مرسته نقاشي
د دغه کمپیوټري پروګرام په مرسته سړی کولی شي یو شمیر جسمي نیمګړتیاوې لیري، او نقاشي وکړي.
په نندارتون کې د سوني پلی سټیشن
سوني خپل تر ټولو نوی پلی سټیشن د لاس و ګاس په نندارتون کې نندارې ته وړاندی کړی دی.
د فرادي فیوچر موټر
د سټارټ اپ فرادي فیوچر شرکت د FF91 په نوم خپل د برقي موټرو یو ماډل د لاس وګاوس په نندارتون کې نندارې ته وړاندی کړی دی. دا موټر له صفر څخه سلو ته د خپل سرعت لوړولو له پاره یوازې ۲،۳۹ ثانیې وخت ته ضرورت لري.
د سمسونګ ځیرکه یخچالونه
دغه یخچال مصرونکي ته د معلوماتو د وړاندی کولو په موخه یو سکرین لري. دغه سکرین یا صفحه له یخچال څخه کار اخیستونکي ته د یخچال د محتویاتو او د خوراکي توکو د مصرف په هکله معلومات ورکوي.
برقي موټر
د فرادي فیوچر شرکت د ښایسته او زړه راښکونکو موټر په جوړولو سره غواړي د پیرونکو پاملرنه د برقي موټرو پر لور را واړوي.
د لاس و ګاس په نندارتون کې برقي موټر
د فرادي فیوچر دغه نوی برقي موټر د ۱۰۰۰ HP درلودونکی دی. د یادې کمپنې په خبره دغه موټر د سړک پر مخ حرکت کولو ته چمتو دی.
شاون دوبراواک د CTA د څیړنیز مرکز مشر دی
شاون دوبراواک د لاس وګاس په نندارتون کې. د ډیر شمیر کارپوهانو په اند که څه هم د لاس و ګاس نندارتون د الیکترونیکي محصولاتو تر ټولو لوی نندارتون نه دی، خو د نړۍ یو له مهمو نندارتونو څخه شمیرل کیږي.
په لاس و ګاس کې روبوټونه
د CES په نندارتون کې انسان ته ورته جوړ شوي روبوټونه هم نندارې ته ایښودل شوي دي.
سکرین لرونکي روبوټونه
د iPal په نوم دغه روبوټونه د ماشومانو له پاره د لوبې د یوه ملګري په توګه جوړ شوي دي.
د امریکا په لاس وګاس کې د الکترونیکي محصولاتو نړیوال نندارتون
نندارچیان کولی شي په مختلفو سالونونو کې د نویو تخنیکي محصولاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د کرایسلر د شرکت موټر
دغه برقي میني وین د کرایسلر شرکت له خوا جوړ شوی دی.
د فرادي فیوچر د شرکت یو بل موټر
د فرادي فیوچر شرکت څو میاشتې مخکې یوه ویډیو نندارې ته وړاندې کړه چې په هغې کې د FF91 ماډل موټر له نورو برقي موټر سره مسابقه کوي.
د ځيرکه تلیفونونو له پاره کمرۍ
د Giroptic شرکت دغه کمرې کولې شي خپل د څلورو خواو څخه ۳۶۰ درجې عکسونه واخلي.
کوچني اوبتلونه
دغه کوچني اوبتلونه په داسې کمرو مجهره دي چې د اوبو لاندې دنیا فلمبرداري کولی شي.
د سپو له پاره ځیرکه قلاده یا د غاړې حلقه
د چګیر و لوئیس شرکت د اهلي حیواناتو په ځانګړي توګه سپو له پاره د الکترونیکي قلادو(غاړې حلقې) په جوړولو سره د دوی پيدا کول آسانه کړی دی. په دغه قلاده کې لا زیات معلومات په الکترونیکي توګه ذخیره کیږي.
د افرادو د پیژندنې له پاره کمره لرونکي درون
دغه ډرون چې په ډیرو کوچنیو کمرو مجهر دی د افرادو د څیرو د پیژندنې او لازمو اطلاعاتو راټولولو توان لري. له دغه ډرون څخه کیدای شي په ورزشي ډګرونو او خرڅلاو په بازارونو کې کار واخیستل شي.
الیکترونیکي محافظتي واسکټونه
الیکترونیکي محافظتي واسکټونه د «ایر بیګ» یا هوا کڅوړي درلودنکي دي. دغه واسکټونه د هغو کسانو له پاره دي چې پرته له موټر څخه په ډیر سرعت سره د حرکت په حال کې وي، د بیلګې په توګه د سکي او سنوبورد لوبغاړو.... سره د یوې حادثې په صورت کې مرسته کولی شي.