د الوتکې رانسکوریدو د سوريې او ترکيې اړيکي لا خړي پړي کړي دي
۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبهد سوريې له خوا د ترکيې د جنگي الوتکي د ويشتلو وروسته اوس د دواړو هيوادونو تر منځ اړيکي تر پخوا لا خرابي سوي دي. د ترکيې ولسمشر عبدالله گل، ويلي دي چي تر کومه وخته چي د پيښي بشپړه جزئيات نه وي څرگند سوي، په دې هکله به نور جزئيات ورنه کړي.
د ترکيې د رزوگار وزير فاروق چېليک ويلي دي چي ترکيه به يا خو په دیپلوماتيک ډگر کي د دغې پيښي په هکله خپل غبرگون وښيي او يا هم د نورو لارو. د سوريې هيواد ويلي دي چي د ترکيې د اېف څلور الوتکه ئې په تېروتنه کي ويشتلې ده.
د المان د بهرنيو چارو وزير ترکيه له دې امله ستايلې ده چي تر اوسه ئې کوم تند غبرگون نه دئ ښوولی. په عين حال کي د سوريې څخه دباندي اوسیدونکو د بشر د حقونو سوريايي فعالينو ويلي دي چي يوازي د شنبې په ورځ په سوريه کي تر سلو څخه زيات ولسي کسان وژل سوي دي. د دغو فعالينو په وينا زياتره خلک د سوريې پر ښارونو د بمباريو په پایله کې وژل سوي دي.