1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الوتکې د لوېدو په پیښه کې د وژل شوي بهرني هویت معلوم شو

۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

د یوه شرکت مشر ویلي دي چې تیره میاشت په افغانستان کې د طالبانو له خوا په یوه ویشتل شوې څرخۍ الوتکه کي یو مالداوی پېلوټ وژل شوي دی. ویل شوي دي چې پیلوټ د الوتکي تر لوېدو وروسته ویشتل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1HOun
انځور: dapd

د والن په نوم چارتر شرکت رئيس الکسندر زګریبیلني ویلي دي: «پنڅه پنځوس کلن اولیګ ګروزا، د پیښې پر مهال د الوتکې کنترول په لاس کې لاره.» دا هغه شرکت دی چي الوتکه يې رالوېدلې ده.

د والن شرکت مشر زیاته کړې ده: «پیلوټ په رامنځ ته شوي وضعیت کې د ژوندي پاتې کیدو چانس نه لاره. هغوی له ځمکې پر پیلوټ باندې ډزې کولې.»

په روانه اوونۍ کې د وژل شوي پیلوټ مړی په کابل کې په یوه آلماني روغتون کې پیژندل شوی دی.

دغه الوتکه د نویمبر میاشتې پر ۲۴مه نیټه هغه مهال د یاغیانو له خوا وویشتل شوه چې له ۲۰ کسانو سره له مزارشریف ښار څخه د میمنې په لور روانه وه. الوتکه بیا د پښتون کوټ په سیمه کې د طالبانو له خوا وویشتل شوه.

الوتکه د والن شرک وه خو بیا یوه امریکایي شرکت چې اوس مهال افغان پیلوټان روزي په کرايه نیولې وه. د الوتکې په عمله کې درې تنه مولدویایان شامل وو.

افغان چارواکو ویلي وو چې د الوتکې د لویدو په پیښه کې یو بهرنی او دوه تنه افغانان وژل شوي دي او د ۱۷ تنو پاتو کسانو د ژغورنې له پاره عملیات روان دي.

د والن شرکت مشر ویلي دي چې اوس له افغان حکومت سره پر دې کار کوي چې د خپل وژل شوي پیلوټ مړی انتقال کړي او دوه نور پیلوټان د یاغیانو له بند څخه وژغوري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب