1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپیک په لوبو کې چین تر ټولو زیات مډالونه گټلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15gxA

د المپیک په لوبو کې په دوامداره توگه د چین هیواد د مډالونو په گټلو کې تر ټولو هیوادونو مخکې دئ. چین تر اوسه ۱۷ مډالونه گټلي دي چې پکښې نهه طلایي، پنځه د سپنیو زرو او درې د نقرې مډالونه شامل دي. دویم ځای متحده ایالاتو خپل کړی او ۱۷ مډالونه ئې گټلي دي خو په هغې کې د طلایي مډالونو شمیر پنځه دئ. تر امریکا وروسته فرانسې دریم ځای خپل کړی دئ او ۷ مډالونه ئې گټلي دي چې پکښې درې طلایي مډالونه هم شامل دي. شمالي کوریا د دریو طلایي او د یو نقریي مډال په گټلو سره څلورم ځای خپل کړی دئ.