د المپيک ژمنۍ مسابقې پای ته ورسيدلې
۱۳۸۸ اسفند ۱۰, دوشنبهخو خپل هغه هدف ته چه بايد لمړی مقام پلاس راوړي ، ونه رسيدی . که څه هم دغه مډالونه د 2006 کال په نسبت ډير وه .
د المپيک د بين امللي کميټې معاون او د الماني ټيم مشر توماس باخ بيا ددغو مسابقو څخه ډير راضي دی ، اووايي ،
«سړی کولای سي په وانکوور کښي د ژمنيو مسابقو څخه ډير راضي واوسي ،خو زموږ د الماني ټيم د ډير ښه ځليدو څخه هم ،چه په هغه باندي موږ ټوله افتخار کوو . »
په آخره کښي الماني ټيم 10 د سرو زرو ، 3 دسپينو زرو او 7 د ژيړو مډالونه پلاس راوړل ، چه په هغه کښي تر ټولو ښځي ډيري وځليدې ،او ډير مډالونه يې وګټل .
د يخي پر مخ د بياتلون په مسابقه کښي د الماني ټيم څخه ماګدلينا نيونر دوه د سرو زرو او يو دسپينو زرو مډالونه وګټل . دغي 23 کلني د بياتلون په مسابقو کښي دونه زحمت ايستلی ؤ ، چه په آخره کښي يې بايد المانی بيرغ انتقال کړی وای .
دا وايي چه په مسابقوکښي داسي وي ، چه په اوله کي سړی ډير تکليف ويني ، او بيا نو وروسته آراميږي ، او مډال پلاس راوړي . او وايي چه آها دادی واقعأ يو مډال لرم .
جرمنيانو د سرو زرواکثره مډالونه د سکي په ځغاسته کښي تر لاسه کړل . په سکي کښي د جرمني د ټيم څخه ويکتوريا ريبنس بورګ 1 ، او ماريا رييش 2 د سرو زرو مډالونه وګټل .
رييش وايي ،
«دا د منلو وړ نده . ما هغه څه وګټل چه د جرمني د الپينين د سکي په سپوټ کښي دوو ښځو پلاس راوړي وه . دا زما دپاره ډير د وياړ ځای دی . زه په دې ډير خوشاله يم چه ما هغه وګټی . »
د المپيک څلور واري اتل اندرې لنګه بيا هم ښه وځليدی ، او دغه 36لن په دوه نفره سورجه کښي دسپينو زر مډال پلاس راوړي .
د يخي پر مخ په چټکه ځغاسته کښي د جرمني د ټيم تر ټولو ښه لوبغاړې سټيفاني بيکر راځي . دې دوه دسپينو زرو مډالونه وګټل، او د ټيم په ټيم سيالي کښي يې حتی د سرو زرو مډال پلاس راوړی .
د وانکوور د ژمني سپوټ وروستی د سرو زرو مډال بيا هم په هاکي کښي کاناډا وګټۍ ، چه د امريکا د متحده ايالتو په مقابل کي يې پرون مسابقه وکړل .
بويتشر/
کتونکی : محمد قاسم نوري