1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپيک لوبو په لومړۍ ورځ چين ډير و ځلېد

۱۳۹۱ مرداد ۸, یکشنبه

د جولای د میاشتي ۲۸مه نیټه د المپیک د لوبو د پیل لومړۍ ورځ وه او د مډالونو د گټلو سیالي پیل شوه. د المپیک د لوبو په لومړۍ ورځ چین تر ټولو ډير مډالونه وگټل.

https://p.dw.com/p/15g6P
انځور: dapd

چین په لومړۍ ورځ شپږ مډاله تر لاسه کړل چي څلور د سرو زرو او دوه نقريي مډالونه پکښي شامل ول. د چین دوو لامبو وهونکو سون یانگ او یې شوین د سرو زرو مډالونو پر گټلو سربیره نړیوال ریکارډونه هم جوړ کړل. پر دې سربیره چین په نښان ویشتلو او وزن په پورته کولو کي هم یو یو د سرو زرو مډال وگاټه.

تر چین وروسته دوهم ځای ایټالیې خپل کړی دئ. د ایټالي ورزشکارانو دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو نقریي مډال گټلی دئ. ایټالیي په مجموع کي پنځه مډالونه تر لاسه کړل.

تر ایټالیې وروسته دریم ځای د امريکا متحده ایالاتو خپل کړی دئ. که څه هم متحده ایالاتو هم پنځه مډاله وگټل خو یوازي یو د سرو زرو يو د سپينو زرو او د د نقرې مډالونه دي.

Dana Vollmer Schwimmen 100 Meter Butterfly Frauen London Olympia 2012
انځور: REUTERS

څلورم ځای برازیل او کوریا خپل کړی دئ. د دواړو هیوادونو لوبغاړو درې درې مډالونه تر لاسه کړي دي. چې یو يو د سرو زرو مډال هم پکښي شامل دئ. برازیل د ښځو د جودو په سیالیو کي د سرو زرو مډال وگاټه او جنوبي کوریا په نښه ویشتلو کي.

پردې سربیره د المپیک د تیري ورځو په لوبو کي آسترالیا، قزاقستان او روسیې هم یو، یو د سرو زرو مډال گټلی دئ. پر دې سربیره د المپیک د لوبو په جریان کي د «ډوپنگ تیستونه» یا د هغه منع درملو څخه استفاده چي لوبغاړو ته قوت ورکوي د گټې اخیستلو تیستونه هم جریان لري او په دې ترڅ کي د البانیې یو لوبغاړی له ممنوعه درملو څخه د کار اخیستني له امله د المپیک د لوبو څخه ایستل شوی دئ.

په لندن کي د المپیک په لوبو کي د افغانستان شپږ تنه وزرشکاران، د تیکواندو، سوک وهلو، منډه وهلو او جودو په برخه کي په سیالیو کي گډون کوي. په دغو کسانو کښي روح الله نیکپا هم شامل دئ. نیکپا هغه لومړنی افغان وو چي د چين په پلازمېنه پيکين کښي ئې د المپیک په لوبو کي مډال تر لاسه کړ.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل