1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپيايي لوبو په رارسيدو سره د چين حکومت سخت وارخطا دی

۱۳۸۷ مرداد ۸, سه‌شنبه

د پيکينګ حکومت غواړي چي نړيوالو ته د خپل هيواد په اړه يو څه ور ښکاره کړي، خو ژورنالستان غواړي چي په اصطلاح د ښايسته ديوالوو شاته هم يو نظر واچوي.

https://p.dw.com/p/ElxO
په چين کي د آسماني سولي ميدان
په چين کي د آسماني سولي ميدانانځور: AP

دچين د دولتي ټلويزيون CCTV خبرونه پرله پسې د برياليتوب او پرمختگ زيری دی.چي دا بهير به تر المپيايي لوبو او هم د هغوی په بهير کي همدا شان پاته کيږي.

د کار پوهانو په خبره په داسي حال کي چي راډيوگانو اوټلويزيونونو په تيرو مياشتو کي، د حکومت له نظره، له هيڅ ډول لانجې او ستونزي څخه خبره نه کوله، د ورځپاڼو او کمپيوټرپاڼو څارونکي له سانسورکولو څخه تر پزي راغلي ول. د سيچوان له زلزلو څخه د ځينو چينايي انتقادي ورځپاڼو ننفنگ ژومو او جنوبي اونيزي د چين حکومت سخت په غصه کړی وو. مثلا د يوه هغه رپوټ له کبله،چي وايي يوه سيمه ايز مامور له يوه مور اوپلار څخه هيله کوله، چي شکايت ونه کړي.

د کانتون څخه د ننفنگ ژومو، د ورځپاڼي مسئول مدير په ډاگه کړې، چي د اطلاعاتو وزير د المپيايي لوبو څخه د مخه د ټول هيواد ژورنالستانو ته گواښ کړی، چي منفي رپوټونه خپاره نه کړي. دی وايي:«د ژورنالستانو د پاره به دا مشکل کاروي، چي له حساسو موضوعگانو څخه رپوټونه ورکړي. خو المپيا په دې برخه کي لومړۍ پېښه نه ده.چينايي ژورنالستان له دې معاملې سره بلد دي. هر کال چي د خلګو ملي کانگرس غونډه کوي او يا ورته کومه بله پېښه وي، دغه اصول روان وي او دا ډول منع کول رامخ ته کيږي. په عمومي توگه هر هغه څه چي د حکومت حيثيت او اعتبارته زيان رسوي هغه منع دي.»

د چين ژوزنالستان د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره مبارزه کوي
د چين ژوزنالستان د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره مبارزه کويانځور: picture-alliance / dpa

سربيره پر دې وخت ناوخته نوي حيرانوونکي معاملې پېښيږي. مثلا تيره چهارشنبه د بجين نيوز، په نامه له پيکنگ څخه خپرېدونکې ورځپاڼي د 1889 کال له مظاهرو څخه د ځپل سووکسانو عکسونه خپاره کړل. داسي ښکاريده چي عکس د مطلب د خپريدلو د اجازې وروسته ورباندي زيات سوی وي.

ورځپاڼي هغه عکس د ليو زيان شنگ،بللی او هغه يې د ده د نامتو عکسونو د نمونې په توگه د (زخميانو) په نامه چاپ کړی و، په داسي حال کي چي عکس د نوموړي عکاس نه و. له دې سره دولتي څانګو هڅه کوله چي د چهارشنبې د ورځي ټولي ورځپاڼي د بازار څخه ټولي کړي. خو دايمي گډون کوونکو له ځان سره ساتلې او يو شمير کسانو د انټرنيټ په خپلو پاڼو کي هم واچولې. خو يوه ورځ وروسته نه مضمون او نه عکس په کمپيوټر پاڼو کي موجود ول.

څارونکي باور لري، چي همدا پېښه پر رسنيو باندي د زيات سانسور او بنديز لگولو سبب کيږي، او د ورځپاڼي چلوونکي به خپله سزا ويني. په 2006 ميلادي کال کي هم د بجين نيوز، مسئول مدير د يو لړ انتقادنو له نشرولو وروسته تبديل کړل سو.

په چين کي د المپيا لوبو د لومړي پيل ميدان
په چين کي د المپيا لوبو د لومړي پيل ميدانانځور: DW / Martin Bruckmanns

له دې هرڅه سره سره، د چين ژورنالستان هغې آزادۍ ته اشاره کوي، چي په څو تيرو کلونو کي يې ترلاسه کړې ده. د بيلگي په توگه، د ننفنگ ژومو، پخوانی مسئول مدير څرگندوي، تر اوسه پورې دا ممکنه نه وه چي، لکه د تيري اونۍ په ډول د ترهگري کړيو د ټکولو او يا په سرويسونو کي له چاودنو څخه رپوټ ورکړل سي.

نوموړی وړاندې په ډاگه کوي:«که سړی پوره معلومات نه خپروي، نو د خلګو دا شک ورباندي راځي چي، گويا حقيقتونه پټوي.خلک کوښښ کوي چي د انټرنيټ له لاري معلومات تر لاسه کړي، لکه د يانگ جيا،پېښه چي څه موده د مخه شانګهايي پوليسو پکښي 6 تنه ووژل.د هغه پر سر خلګ د حکومت پر سانسور باندي سخت په غصه سوي وه. ځکه ډير داسي څه چي خلګ ورباندي خبر وه، نه وخپاره سوي. له بله پله خلګ له دې سره عادت دي، چي يو څه وخت وروسته له يوې موضوع سره خپله علاقه قطع کړي. ولو که اول سر خلګ د حکومت پر سانسور باندي په قهار هم و.»