د المان پوځ د مالي په عملیاتو کې برخه نه اخلي
۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبهاعلان
د المان د بهرنیو چارو وزیر، گیدو ویسترویله د «بیلد ام زونتاگ» په نوم المانۍ ورځپاڼي سره په خبرو کې ویلي دي چې د المان پوځ به د مالي هیواد په شمالي برخه کې د سخت دریځه اسلامپالو پر ضد د ملگرو ملتونو په ملاتړ تر سره کیدونکو پوځي عملیاتو کې برخه وا نه خلي. خو هغه زیاته کړې ده چې المان دې ته چمتو دئ چې د مالي هیواد د پوځ په روزنه کې برخه واخلي.
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا یوه اوونۍ دمخه د مالي په غوښتنه په دغه هیواد کې د پوځي عملیاتو د تر سره کیدو پر سر موافقه وکړه. پر دې اساس په پام کې ده چې د لویدیځي افریقا د اقتصادي سازمان غړي هیوادونه به نزدې ۳۰ زره سرتیري په دغو عملیاتو کې ونډه ولري. لویدیځ هیوادونه په پام کې لري چې لوژیستکي مرستي برابري کړي.