د المان پوځي تجهیزات د دې هیواد په ښارونو کې استعمالیدای شي
۱۳۹۱ مرداد ۲۸, شنبهاعلان
د المان د اساسي قانون محکمې پریکړه کړې ده چې د المان پوځ د هیواد په دننه کې د استثنایي حالاتو پر وخت له پوځي تجهیزاتو څخه کار اخیستلای شي. د المان د اساسي قانون محکمې د جمعې په ورځ دغه پریکړه کړې ده چې پوځونه یوازې د بیړني حالت په صورت کې په ایالتونو کې ځای پر ځای کیدای شي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۰۶م کال کې محکمې د دې برعکس پریکړه کړې وه.